Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنا شرکت نوې خبرتیا؛ پورونه را ټولوو

د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې داسې کړنلار یې رامنځته کړې چې د هغه پر بنسټ به د دغه شرکت پورونه راټول کړل شي.

د دې شرکت مسوولین زیاتوي چې تراوسه څه د پاسه ۳۰۰ تنه چې ډېری یې پوروړي وو، په ګوته شوي دي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي:«د هېواد په پلازمېنه کابل کې، په یوه تخنیکي او څېړنیز عملیات کې وتوانېدو چې په مشخصو سیمو کې ۳۲۹ تنه هغه کسان چې پورونه یې ډېر وو، تشخیص کړو او هغوی ته خبر داری وکړو، چې له دې ډلې ۳۳ تنو یې د پورونو د ورکړې لپاره چمتو شوي دي.»

له بلخوا یو شمېر کابل ښاریان وايي چې د برېښنا دوامداره پرچاوۍ د دوی ستونزې زیاتې کړې دي.

د کابل اوسېدونکي رقیب نجرابي وویل:«موږ د خپلې برېښنا بل پر خپل وخت تحویلوو، خو له برېښنا شرکته زموږ غوښتنه دا ده چې د برېښنا د پروچاوۍ په برخه کې غور وکړي.»

د کابل اوسېدونکی جاوېد هم څرګندوي:«شکایت لرو چې زموږ برېښنا لږ پر خپل وخت خوشې کړي خلک ستونزې لري ژمی دی برېښنا چې ولاړه شي د اوبو نل پر خلکو وچ شي او اوبه نه لري.»

له دې مخکې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي چې د افغانستان ۲۲ سلنه برېښنا له کورنیو سرچینو برابرېږي او د افغانستان د برېښنا سیستم د افغانستان د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولاي.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا د منځنۍ آسیا له یو شمېر هېوادونو او ایرانه واردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه