Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د بې وزلۍ او اقتصادي ننګونو ورځ تر بلې زیاتوالی

د اقتصاد وزارت وايي وچکالۍ، پر مالي او بانکي سیسټم بندیزونه او د هېواد د اسعاري شتمنیو بندېدل، په هېواد کې د بې وزلۍ د زیاتوالي له عواملو شمېرل کېږي.

له بې وزلۍ سره د نړۍوالې ورځې سره هم مهاله، دغه وزارت زیاتوي چې د اقتصادي ودې لپاره، د کرنې د عصري کېدو او د صنعت د ودې لپاره ځينې پروګرامونه چمتو کړي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي:«وچکالۍ، پر مالي او بانکي سیسټم بندیزونه، د هېواد د شتمنیو بندېدل او د اقتصادي بیخ بناوو نشتون، په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل شوی دی.»

بلخوا، د کابل ځينې اوسېدونکي وايي چې بې وزلي او نادارۍ هغوی تر پوزې راوستي دي.

ملالۍ له خپلو څلورو بچیانو سره په کابل کې ژوند کوي او وايي چې خاوند یې یو کال مخکې مړ شوی او د هغه له مړینې وروسته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده.

ملالۍ زیاتوي:«ستونزې زیاتې دي کاري ګر نه لرم، ژمی را روان دی د ژمي خرڅ، ذغال، ستونزې مې بېخي زیاتې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي په دې اند دي چې بې وزلي په هېواد کې د زیاتوالي په حال کې ده.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي وايي:«بې وزلي په کلیوالو سیمو او ښارونو کې پراخېږي په ځانګړې توګه په یوه وروستي کال کې، په دې حال کې اټکل شوی چې په افغانستان کې بې وزلي په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې متمرکزه ده.»

بلخوا، په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د معلوماتو او احصایې ملي ادارې سروې ښودلې چې ۴۷ سلنه هېوادوال له بې وزلۍ سرهمخ دي؛ خو د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام په نوي رپوټ کې په هېواد کې د بې وزلۍ کچه ۹۷ سلنه ښودل شوې ده.

د معلوماتو او احصایې ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع څرګندوي:«په ۲۰۲۰ کال کې زموږ سروې ګانې شوې دي چې دغه سروې ګانې د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کې کابو ۴۷،۱ سلنه له بې وزلۍ سره مخ دي او ۱۵.۶ سلنه نور خوراکي خوندیتوب نه لري.»

ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په خپله ټوېتر پاڼه لیکلي دي چې د کورونا ویروس وبا په نړۍ کې د بې وزلۍ لامل شوې ده.

انټونیو ګوټرش لیکلي:«د فرصتونو او عاید نا برابري په چټکه د زیاتوالي په حال کې ده او په مېلیونونو تنه د کورونا له امله په بې وزلۍ کې دي او امریکا باید ژر تر ژره اقدام وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې، د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام د یوه رپوټ له خپرولو سره ویلي دي چې ټاکل شوې د روان کال د نوامبر تر میاشتې، په افغانستان کې کابو شپږ مېلیونه تنه د لوږې له اړخه په عاجل وضعیت کې وي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په خپله ټوېتر پاڼه لیکلي دي چې د کورونا ویروس وبا په نړۍ کې د بې وزلۍ لامل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه