Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې یوې نجلۍ قران کریم په لاس لیکلی

اوولس کلنه ملکه ایوبي وايي چې قران کریم یې په لاس لیکلی او دغه کار څو میاشتې وخت نیولی دی.

دغه پېغله چې اوسمهال په یوه خصوصي پوهنتون کې په زده کړو بوخته ده، زیاتوي چې به لاس د قران کریم د لیکلو ترڅنګ، د قران کریم شل سپارې یې حفظ کړې دي.

ملکه ایوبي طلوع نیوز ته زیاتوي:«ښوونځی مې لوست په دولسم ټولګي کې وم چې د قران کریم لیکل مې پيل کړل د ښوونځي په دوران کې په لسو میاشتو کې مې خلاص کړ.»

د دغې نجلۍ د کورنۍ غړي وايي، ملکې ايوبي د قران کريم د ليکلو لپاره شپه او ورځ کار وکړ او له مياشتو هڅو وروسته يې د قرانکريم نسخه بشپړه کړه.

د ملکې ایوبي پلار محمد ایوب څرګندوي:«زموږ لپاره یو ویاړ دی، چې له ډېرو هڅو وروسته يې له ستونزو سره سره قران کریم په لاس ولیکه.»

د ملکې ایوبي ورور صلاح الدین ایوبي هم وايي:«په کلو او بانډو کې تحصیلي فرصتونه، د زده کړو فرصتونه، د لیکلو فرصتونه کم دي.ان دغه پاڼې چې د قران کریم د لیکلو لپاره استفاده کېدې په ډېرې سختۍ سره مو پیداکولي.»

تر دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ځوانانو د خپلې خوښې له امله قرآن کریم په لاسونو لیکلی، چې یو شمېر یې په ملي موزیم کې ساتل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه