Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د خبریالۍ د کار په هکله د ژورنالېستانو نړۍوال فډراسیون اندېښنه

د ژورنالېستانو نړۍوال فډراسیون په خپل نوي راپور کړې له اسلامي امارته غوښتي دي چې په رسنیو محدودیت لرې کړي او ټولو خبریالانو ته اجازه ورکړي چې په خپلواکه توګه او وېرې پرته فعالیت وکړي.

په دغه راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ځورول د بیان ازادۍ خلاف دي.

په راپور کې راغلي:«په افغانستان کې د ځایي او بهرنیو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ځورول د رسنیو د آزادۍ یولوی نقض دی. طالبان باید ټولو خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د سزا له وېرې پرته په خپلواکه توګه فعالیت وکړي.» 

خبریال سروري وايي:«له بده مرغه د پېښو په پوښښ کې له ستونزو سره مخامخ دي، موږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه هیله کوو چې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون او د رسنیزو شکایتونو له کمېسیونه په استفادې د خبریالانو ستونزې حل کړي.»

اخوا یو شمېر خبریالان هم  اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د خبریالۍ په کار کې د محدودیت په تړاو اندېښمن دي.

خبریال عبدالهمند وايي:«په خبریالانو ځينې بندیزونه لګول شوي په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو له خوا، کله چې خبریالان د امنیتي پېښو د پوښښ لپاره ځينې ورته اجازه نه ورکول کېږي.»

بل خبریال عمران هم وویل:«موږ ته اجازه نه راکول کېږي داسې وخت هم راغلی چې وهل ټکول شوي یوو، زما چپ یې فارمټ کړ، له ما یې کمره واخیسته.» 

د افغانستان د خبریالانو د خوندېتوب کمېټه له سرپرست حکومته غواړي چې د خبریالانو د ستونزو د حل کولو لپاره لاس په کار شي.

د خبریالانو د خوندېتوب د کمېټې د څېړنې برخې مسوول عبدالقدیم ویاړ څرګنده کړه:«خلک حق لري چې له هغو پېښو خبر شوي او هغه کسان چې دغه پېښې خلکو ته رسوي او په سمه توګه یې خبروي طبعاً خبریالان دي او که چېرې د دوی کاري ساحه محدوده شي طبعاً د هېچا په ګټه نه دي نه د خلکو او نه هم د حکومت.»

بل خوا اسلامي امارت وایي،چې د شریعت په رڼا کې د بیان له ازادۍ ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي:«اسلامي امارت هېڅ رسنۍ نه ده تړلې او ځينې خبریالان او رسنۍ چې فعالیتونه یې درولي نور عوامل او دلایل لري او د اسلامي امارت له خوا هېڅوک ګواکې که خبریال دی او که رسنۍ ده ګواښ او یا هم کومه بله ننګونه ورته متوجه نه ده.»

تر دې وړاندې، د افغانستان د آزادو خبریالانو ټولنې ویلي دي،چې په څه باندې یو کال کې تر دوه سوو ډیرې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي او د رسنیو تر شپږو زرو زیاتو کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه