Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: امریکا او غرب د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو مخه نیسي

د اسلامي امارت ویاند وایي، لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا نه غواړي افغانستان په رسمیت وپېژندل شي.

ذبیح الله مجاهد له ترکي «ایلکه» رسنۍ سره د مرکې پر مهال ویلي، یو شمېر اسلامي هېوادونه د ځینو ستونزو او نزاکتونو له امله چې امریکا سره یې لري، لېواله نه‌دي اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

ورته مهال، ښاغلی مجاهد له امریکا او اروپا غواړړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي: «په‌دې کې د لوېدیځ لاس دی. که څه هم اسلامي امارت هڅه کړې او کوي یې، خو دوی نه پرېږدي چې اسلامي حکومت په رسمیت وپېژندل او له هغوی سره همکاری وشي، خو له بده مرغه ځینې فشارونه اچول کېږي.»

د سياسي کارو کارپوه وحيد فقيري وايي: «په‌دې کې هېڅ شک نه‌شته چې د امریکا حکومت هڅه کوي چې طالبان څوک په رسمیت و نه پېژني.»

د اسلامي امارت وياند د امريکا او اروپا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو سياسي او اقتصادي اړيکو غوښتنه کړې ده.

هغه له امريکا او اروپا غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي: «باید ټول هېوادونه اندېښنه و نه‌لري، له موږ سره دې همکاري وکړي او موږ غواړو د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون له ټولو له ټولو سره ښې علاقې ولرو چې د دواړو خواوو په باور وي او ښه سیاسي تعامل ولرو او همداراز د پانګونې لپاره موږ امریکا ته بلنه ورکړې چې راشي په افغانستان کې پانګونه وکړي.»

د اسلامي امارت مسوولينو ډاډ ورکړی، چې په هېواد کې امنيتي ستونزې له منځه تللي او نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه