Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل یو شمېر اوسېدونکې د مرستو پر ناعدلانه وېش نیوکه کوي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د مرستندویه بنسټونو د مرستو پر ناعادلانه وېش نیوکه کوي.

دوی وايي، د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او مرستندویه بنسټونه باید له خلکو سره په عادلانه توګه مرسته وکړي.

پنځه شپېته کلن غلام سخي چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په پار ساعتونه په خپله کراچۍ کار کوي، وایي، هره ورځ له شلو تر دېرشو افغانیو عاید لري او نشي کولای د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

د کابل اوسېدونکی غلام سخي وايي: «ژمی راتلونکی دی، هېڅ نه‌لرم، یو خروار لرګي په اووه نیم زره شوي، زموږ جګرخوني همدا ده.»

د پلازمېنې یو شمېر نور اوسېدونکي په دې باور دي چې د ژمي موسم په را رسېدو سره، خلک لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او له مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکی مسعود وايي: «حق حقدار ته نه ورکول کېږي، زموږ هیله له هغوی دا ده چې خپلې مرستې زیاتې کړي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: «د سازمانونو مرستې په عادلانه ډول نه دي وېشل شوې او موږ غواړو چې د افغانستان له خلکو سره لا زیاتې مرستې وشي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، دا مهال افغانستان کې له هرو لسو کسانو نهه تنه یې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او کورنۍ نشي کولی د خپلو ماشومانو لپاره سالم خواړه تیار کړي.

بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان، لنډمهاله مرستې د هېواد په ګټه نه بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه منصور هدایت وايي: «تر یوه حده کولی شي د افغانستان د خلکو ستونزې حل کړي، خو تر اوسه داسې کوم میکانیزم چې وکولی شي د خلکو ستونزې په دایمي ډول حل کړي د حکومت او مرستندویه سازمانونو له لوري نه دی وړاندې شوی.»

په همدې حال د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاډ څرګندوي چې د دغه وزارت د پلانونو په عملي کېدو سره به د خلکو اقتصادي ستونزې حل شي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وايي: «د پراختیایي او پرمختیایي پروژو په پیل او د بشرپاله مرستو را جلبول کولی شي تر یوه بریده د خلکو ستونزې حل کړي.»

تر دې وړاندې نړیوال بانک اعلان کړی و چې د روان میلادي کال په لړ کې د افغانستان ناخالص کورني تولید له ۳۰ تر ۳۵ سلنې منفي وده کړې او ډېری خلک له لوږې سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه