Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت: د داعش هغه غړي چې په وروستیو پېښو کې لاس درلود ووژل شول

اسلامي امارت وايي چې د داعش شپږ غړي د کابل ښار په اتمه حوزه کې د تېرې شپې په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شول او دوه تنه نور یې ونیول شول.

د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې امر وايي چې د کابل ښار د اتمې ناحیې په یوه استوګنیز سیمه کې اوسېدل چې د اسلامي امارت ځواکونو له خوا په نښه او ووژل شول.

د اتمې حوزې امر فضل الرحمان زبیر په دې هکله زیاته کړه:«په دا کوم کور کې چې داعشیان وو، د کابل امنیت کشف کړی و، هغوی له موږ سره په همغږۍ او همکارۍ له دې ځایه هغه ځای ته ولاړو او د داعشیانو پر ځای مو عملیات وکړل.»

بلخوا د اسلامي امارت ویاند په په یوه ټویټ کې ویلي چې، په یادو عملیاتو کې شپږ داعشیان وژل شوي او په وینا یې دغو کسانو په "وزیر محمد اکبر خان او کاج روزنیز" مرکز چاودنو کې لاس درلود.

د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې ځینې اوسېدونکي وايي، دغه جګړه د شپې پر شاوخوا اتو بجو پیل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ.

د اتمې ناحیې اوسېدونکی نصر الله وايي:«د شپې دوه، دونیمې بجې وې چې د اسلامي امارت ځواکونه راغلل زموږ دروازه یې ووهله چې دا کور د چا دی بیا ولاړم او د کور څېښتن مې پيدا کړ.»

د اتمې ناحیې یو بل اوسېدونکی عابد هم وویل:«باور وکړئ چې موږ ډېر وېرېدلي وو، انګړ ته وتلای نه شوو، نږدې وو چې د ماشومانو زړونه چاودلي وو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کابل ښار په ځينو نورو برخو کې هم ورته عملیات شوي چې د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې د داعشیانو پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه