Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه د نشه‌يي توکو د قاچاق له ډېرېدو د قرغزستان اندېښنه

د قرغزستان د ۲۴ خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو له قاچاق سره د مبارزې ادارې رییس له افغانستانه د نشه‌يي توکو د قاچاق له ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې، د دې ادارې مشر ویلي چې ډېری نشه‌يي توکي له افغانستانه تور بازار ته داخلېږي.

د قرغزستان د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې ادارې رییس ایدار شیګایف وايي: «د نشه‌يي توکو پر وړاندې د طالبانو له څرګندولو سره سره موږ بیا هم له افغانستانه د نشه يي توکو د کچې د لوړېدو شاهدان یو. له حشیش او په سیمه کې له سنتي هیرویینو سربېره، د افغانستان او یا هم د ایران په لابراتوارونو کې تولید شوي مصنوعي نشه يي توکي له افغانستانه تور بازار ته رسېږي.»

بل خوا د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، په هېواد کې د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې له دوه زره ډېر لوی او واړه قاچاق کوونکي نیولي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر رییس مولوی حسیب الله احمدي وايي: «په مرکز او ولایتونو کې د شاوخوا اتلس سوه عملیات ترسره شول، چې په پایله کې يې ۲۳۰۰ په شاوخوا کې قاچاقبران نیول شوي، چې اوس عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.»

ورته مهال د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکې وايي، په هېواد کې باید د کوکنارو کښت او د نشه‌يي توکو قاچاق مخه ونیول شي.

د کابل اوسېدونکی صفت الله وايي: «زموږ ځوانان په دې خطرناکه مرض باندې اخته دي، چې د خپلې کورنۍ غړي او کورنۍ يې له لاسه ورکړي.»

  د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالجلیل وايي: «موږ باید د کوکنارو پر ځای نور څه کښت کړو مثلآ غنم، میوې او سبزي.»

له افغانستانه داسې مهال د نشه يي توکو قاچاق په اړه اندېښنې راپورته شوي، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د معلوماتو له مخې په هېواد کې درې نیم میلیونه روږدي کسان شتون لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه