Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت ویاند د اساسي قانون د جوړېدو له هڅو خبر ورکړ

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي هڅه کېږي چې په هېواد په اساسي قانون کار پيل شي او نوی اساسي قانون د پخواني اساسي قانون ځای ناستی شي.
 
پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو د څه باندې یو کال له تېرېدو وروسته، د اساسي قانون برخلیک ناڅرګند دی؛ خو اوس د اسلامي امارت ویاند وایي، چې په هېواد کې د اساسي قانون پر جوړېدو کار دوام لري او ډېر ژر به بشپړ شي.
                   
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«ان شاالله کار پرې کېږي، په پام کې ده چې اساسي قانون جوړ شي، تصویب شي، او همداراز د هېواد د نظام پاتې ارګان پوره شي او یو ښه حالت ته ولاړ شو.»

بل خوا د اساسي قانون پر پلې کېدو د څارنې د پخواني کمېسیون رییس په دې باور دی،چې د اساسي قانون په  نشتوالي کې به افغانستان له بیلابیلو ستونزو سره مخ شي.

د مخکیني حکومت د اساسي قانون پر پلې کېدو د څار کمېسیون رییس ګل رحمن قاضي وايي:«اساسي قانون د یوه دولت او حکومت بنسټ او اساس دی، قانوني مشروعیت رامنځته کوي او همدارنګه فرعي قانون خپل مشروعیت له اساسي قانون څخه اخلي.»

د افغانستان د ملي پيوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني هم څرګندوي:«موږ تراوسه داسې یو قانون چې د افغانستان ملت له هغه سره ځان همګام کړي نه دی لرلی، دولت باید جوړ شي لویه جرګه راوبلل شي د اساسي قانون کمېسیون د هغه کار پیل کړي چې اساسي قانون جوړ شي او بالاخره حکومت یوځای ته خپل مسوولیت ولري او ځواب ویوونکی وي چې هغه پارلمان او یا ولسي جرګه ده.»

تر دې وړاندې د سرپرست حکومت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ د اسلامي امارت مشر له والیانو سره په  کتنه کې بشري قوانین د نه اعتبار وړ بللي وو.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي وو،چې تر دې وروسته باید په هېواد کې ټولې پرېکړې د اسلامي شریعت پر بنسټ وي.
 
د پروان والي عبیدالله امین زاده وايي:«چې د ظاهر شاه اساسي قانون دې په کار شي وې ویل چې دا خبره بالکل غلطه ده د ظاهر شاه او د اشرف غني د قانون ترمنځ هېڅ توپير نشته، موږ د شریعت له نظام پرته نه د ظاهر شاه قانون غواړو او نه هم د اشرف غني.»

یو شمېر حقوقپوهان په دې باور دي،چې پر شرعي قوانینو سربېره په هېواد کې نورو قوانینو ته هم اړتیا ده.

 د جمهوريت نظام اساسي قانون ۱۲فصله او ۱۶۲مادې لري،چې د دغه قانون ډیری مادې په ځلونو د پخوانیو چارواکو له لوري نقض شوي دي.

د اساسي قانون پر پلې کېدو د څارنې د پخواني کمېسیون رییس په دې باور دی،چې د اساسي قانون په  نشتوالي کې به افغانستان له بیلابیلو ستونزو سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه