Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل-لوګر لویې لارې موټر چلوونکي د مالیې له لوړېدو سر ټکوي

د کابل-لوګر د لارې یو شمېر موټر چلوونکي د دې ولایت د ټرانسپورت ریاست له لوري د مالیاتو له لوړېدو سر ټکوي.

دوی وايي، له یوې خوا د تېلو د بیو لوړوالی او له بلې خوا د مالیاتو لوړوالی د موټرو د کرایې د لوړېدو لامل شوی دی.

یو موټر چلوونکی هارون وايي: «د تېلو بیه لوړه شوې، مخکې یو سیټ ټایرونه ۱۰ افغانۍ و اوس ۱۸ زرو ته رسېدلي، هر څه لوړ شوي او یوازې په کرایه نه پوره کېږي.»

یو بل موټر چلوونکی سید احمد په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «د لایحې له مخې کرایه ۱۸۰ افغانۍ ده، خو موږ ۱۵۰ افغانۍ اخلو. کله چې خلکو سره نه‌وي، لږې راکوي ان ۱۲۰ افغانیو ته رسېږي.»

ورته مهال د لوګر یو شمېر اوسېدونکي هم کابل ته د تګ او راتګ پر لارو له لوړ کرایې شکایت کوي.

د لوګر اوسېدونکو اصف خان وايي: «مخکې تېل ۱۱۰ افغانۍ و اوس ۷۶ افغانیو ته رسېدلي دي، خو کرایه اوس هم ۱۵۰ افغانۍ ده، دا ظلم او جفا ده.»

د لوګر یو بل اوسېدونکی نذیر احمد وايي: «موږ هیله لرو چې د کرایه راکمه کړي، ځکه د خلکو اقتصاد ورځ تر بلې خرابېدو خوا ته ځي.»

ورته مهال د لوګر ټرانسپورټ مسوولین وایي، چې د کرایې او مالیاتو لایحې واک له ترانسپورت وزارت سره دی او دوی یې یوازې په عملي کولو مکلف دي.

د لوګر د ترانسپورت عمومي مدیر محمد عمر روحاني وايي: «د کرایو لوړول او ښکته کول زموږ صلاحیت نه‌دی، موږ یوازې د وزارت کړنلاره عملي وو.»

د موټر چلوونکو استازی ممتازالدین بهیج وايي: «په لوګر کې د ټرمېنل نشتوالی یوه ستونزه ده، دا یو شخصي ټرمېنل دی.»

په همدې حال د لوګر یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په تېرو شلو کلنو کې د کرایې تنظیم، مالیاتو، او د مسافر وړونکو موټرو او ټکسي اډو تنظیم برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه