بلخ کې یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو نن (یکشنبې د لړم په لومړۍ نېټه) په یوه ناسته کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
ديني عالمان او قومي مشران زیاتوي چې ټول قومونه باید په حکومت کې ونډه ولري.
دیني عالم مبلغ وايي:«ټول قومونه که پښتانه دي که ازبیک دي او یا هم تاجیک، هزاره او هر بل قوم چې وي د خپلې ونډې په اندازه هغوی دې په خپل څنګ کې ونیسي.»
په همدې حال، یو شمېر قومي مشران له اسلامي امارته غواړي چې د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
قومي مشر محمد یونس ایوبي وویل:«بې کاري ده کارو بار او د دندې رامنځته کولو په برخه کې دې پاملرنه وکړي چې زموږ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.»
ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ځينې چارواکي وايي چې حکومت به د ټولو هېوادوالو د حقونو ساتنه وکړي.
تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي چې حکومت کې ټولو قومونو ته ځای ورکړل شوی دی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.