Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شاه و عروس بند د نیمګړو چارو چټولو لپاره د  اوبو او انرژۍ وزارت هڅې

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي، د شاه و عروس بند د ستونزو د حلولو او د دغه بند د چارو د چټکتیا په موخه له ځینو ایراني ډېپلوماټانو سره یې خبرې کړې دي.

د دې وزارت یواند اختر محمد نصرت زیاتوي، د دې بند د ستونزو د حل په موخه یې خبرې کړې دي.

ښاغلی نصرت زیاتوي: « د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال محترم مجیب‌الرحمن عم د ایران سفیر له مستشار حسن شیرازي سره لېدلي د شاه و عروس بند د نیمګړو کارونو او د دې بند د ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.»

د شاه و عروس بند د پروژې مدیر وايي، د دې پروژې تخنیکي تجهیزات په اتریش کې د ګوکلر شرکت له لوري تیار شوي او په وینا یې افغانستان ته به راولېږدول شي.

مدیر پروژه بند شاه و عروس امین الله احساس وايي: «د اتریش ګوګلر کمپنۍ به میخانیکي او برښنايي تجهیزات تولید کړي، کله چې دا تولیدات چمتو شول، افغانستان ته راورسېږي او د شاه و عروس په پروژه کې به نصب شي، له دې تجهیزاتو سره به پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

د افغانستان د اوبو رسونې پخوانی رییس وايي، د شاه و عروس بند کابل ښار ته د څښاک اوبو د برابرولو او همداراز د شکردرې ولسوالۍ د یوې اندازې ځمکې د خړوبولو په برخو کې مهم نقش لري.

حمیدالله یلاني زیاتوي: «د شاه و عروس او یا کوم بل هر بند چې په افغانستان کې جوړېږي؛ په لومړیو کې خلکو پر روحیه ډېره مثبت غېزه کوي او همداراز د اقتصاد، کرنې او د اوبو مدیریت ته به وده ورکري.»

د اقتصادي چارو یو شنونکی وايي، د اوبو د بندونو جوړول کولی شي په افغانستان کې د برېښنا د تولید او همداراز د کرنیزو محصولاتو له ډېرښت سره مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: «په هېواد کې د اوبو مدیریت یو له مهمو بحثونو څخه دی او د اوبو بندونو جوړول کولای شي، د دې برخې پیاوړتیا د څو زره ځمکو خړوبولو او د برښنا تولید تر څنګ د اقتصاد پرمختګ په برخه کې ښه رول ولوبوي.»

د شاه و عروس بند د ۹ مېلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او همداراز د ۱ اعشاریه ۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه