اسلامي امارت په پنجشېر کې د بشري حقونو د نقض په هکله د ریچارډ بنټ تورونه ردوي او وايي که چېرې د تېروتنې له امله کومه سرغړونه شوي وي، د محکمې له خوا به وڅېړل شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له ریچارډ بنټ څخه غواړي چې د افغانستان په هکله خپل راپورونه د واقعیتونو پر بنسټ چمتو کړي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه:«افغانستان کې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي. البته که چېرې په ځينو ځایونو کې سرغړونه شوي وي او چا ته په سهوې سره زیان رسېدلی وي د اسلامي امارت له خوا به تعقیب شي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ افغانستان ته له خپل دولس ورځني سفر وروسته، پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې د پنجشېر یو شمېر استازو او اوسېدونکو ورته په دغه ولایت کې د بشري حقونو د نقض خبر ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ لیکلي:«مسوولان باید ځواب ورکوونکي وي، زه به د دغو اندېښنو په تړاو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه چې د اکټوبر میاشتې پر شپږویشتمه جوړېږي، خبرې وکړم.»
بل خوا د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې په شفاف ډول د بشري حقونو د مسایلو د څېړل کېدو غوښتنه کوي.
د پنچشېر اوسېدونکی فاضل وايي:«له اسلامي امارته زموږ تمه دا ده له دې پرته چې موږ کوم جرم ولرو او یا هم سیاسي جرم ولرو... زموږ په خلکو دې رحم وکړي.»
د پنجشېر اوسېدونکې خاطره حصار څرګندوي:«د پنچشېر د خلکو د عدالت او امنیت د تامین لپاره باید په پنچشېر کې یوه واحده رهبري موجوده وي.»
ریچارډ بنټ له افغان وګړو غوښتي چې د بشري حقونو په هکله خپلې اندېښنې په محرمانه توګه له ده سره شریک کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د اسلامي امارت له ځینو جګپوړو چارواکو او په بپلابېلو ولایتونو کې د مدني ټولنې له فعالانو سره خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه