Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت له م.م سازمانه غواړي له هېوادونو سره منصفانه چلن وکړي

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سازمان په نړۍواله ورځ، له دغه سازمانه غواړي چې له هېوادونو له هغې ډلې له افغانستان سره منصفانه چلن وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال له ملګرو ملتونو غواړي، چې له نړۍ سره د افغانستان د تعامل زمینه برابره کړي او د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.

ښاغلي کریمي وویل:«ملګري ملتونه باید له خپل اعتبار څخه په سالمه او ګټوره توګه استفاده وکړي د سترو ځوکونو تر اغېز لاندې دې را نه شي او د ملتونو په وړاندې خپلې پرېکړې په منصفانه توګه مخته یوسي.»

افغانستان په ۱۹۴۶زیږدیز کال کې د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په دوره کې د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ.

د هېواد یو شمېر پخواني ډيپلوماټان د افغانستان په تړاو د دغه سازمان رول اغېزناک ګڼي.

پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج وايي:«هلته د دولت او ملت له حقونو دفاع مطرح کېږي او همدارنګه د یوه هېواد د بهرني سیاست او پالیسۍ لپاره یوه ښه دستګاه ده.»

پخوانی ډيپلوماټ نورالله راغي هم څرګندوي:«په افغانستان کې همدا اوس موږ د ډپيلوماسۍ په فاز کې یوو چې افغانستان ته د سولې خبرو اترو، مذاکرې او د بشري مرستو برابرول دي.»

بل خوا د پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلانو د اکټوبر د څلورمې په تړاو چې د ملګرو ملتونو ورځ ده، په کابل کې مراسم جوړ کړي دي.

د پوهنتون استاد محسن راشد وویل:«ډېره هڅّ کېږي چې د خبرو اترو او قانع کولو له لارې ښکېل لوري خبرو اترو ته اړ کړي چې یوه ګډ ټکي ته ورسېږي.»
 
د یوناما دفتر په افغانستان کې د دغه سازمان استازولي ده او تر ډېره د اسلامي امارت او نړۍوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ چارې پرغاړه لري.

ملګري ملتونه، ۷۸ کاله وړاندې د دویمې نړۍوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته رامنځته شول. د دغه سازمان له جوړېدو یو کال وروسته افغانستان د هغه غړیتوب خپل کړ.

خو اوس مهال اسلامي امارت په دغه سازمان کې استازی نه لري.

د پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلانو د اکټوبر د څلورمې په تړاو چې د ملګرو ملتونو ورځ ده، په کابل کې مراسم جوړ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه