Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر یوې میاشتې به۳۸۰مېلیونه نوي چاپ شوي بانک نوټونه هېواد ته راولېږدول شي

د افغانستان د مرکزي بانک د تفتيش کمېټه وايي چې د پولنډ د پيسو د چاپ امنيتي شرکت له لوري لس مېليارده افغانۍ چاپ شوي او تر يوې مياشتې په کمه موده کې به ۳۸۰ مېلیونه نوي چاپ شوي بانک نوټونه افغانستان ته راولېږدول شي.

د دغې کمېټې ریيس زياتوي، چې د لس مېلیارد نورو افغانيو د چاپ لپاره هم له يوه فرانسوي شرکت سره تړون شوی دی.

د افغانستان بانک د عالي شورا غړی او د تفتيش د کمېټې ریيس شاه محمد محرابي وايي:«د پولنډ د پيسو د چاپ امنيتي شرکت له لوري چاپ شوي بانک نوټونه به تر يوې مياشتې او يا له هغې مخکې افغانستان ته ورسېږي. او د فرانسوي کمپنۍ له لوري چاپ شويو بانک نوټونو د انتقال نېټه به وروسته معلومه شي. په بازار کې د دغو بانک نوټونه له خپرېدو سره به د پیسو د ځوړ مخه به ونیول شي او پیسې به بازار کې په حرکت کې راشي.»

افغانستان ته د دغو بانک نوټونو د انتقال اجازه تېره اوونۍ ورکړل شوه.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند په يوه خبري ناسته کې وايي، که څه هم دوی افغانستان ته د دغو پیسو د انتقال په برخه کې مرسته کوی؛ خو دا د کابل او واشنګټن پر اړيکو کومه اغېزه نه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نډ پرايس وویل:«دا کار یوازې د افغانانو د هوساینې لپاره کېږي. هغوی د افغانیو بانک نوټونو له زوړتوبه رنج وړي. د دوی اقتصادي معاملې د له کاره لوېدلو بانک نوټونو له امله ډېرې اغېزمنې شوي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان افغانستان ته د تازه چاپ شويو بانک نوټونو انتقال يوه مهمه اړتیا بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد اصف ننګ څرګندوي:«پیسې زړې شوې دي، معاملې بې رنګه شوې دي، اقتصاد زیانمن شوی. له دې پلوه د بندیزونو، انزوا لړۍ او نړۍوالو مقاطعو کې له هر میتوده چې کار واخیستل شي، باید دغه ټکي ته د پای ټکی کېښودل شي.»

د اسلامي امارت تر بيا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د افغانيو نوي بانک نوټونه چاپ او افغانستان ته د انتقال اجازه پیدا کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه