Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځیو د نه پرانیستو له امله د هېواد پرېښودل

ځينې کورنۍ په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو له امله د هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي.

دغه کورنۍ چې ډېری یې له ننګرهار ولایت کډه شوي دي، وايي چې د نجونو زده کړې یې مهمې دي، له همدې امله یې هېواد پرېښی دی.

کډوال نورآغا احمدي په دې هکله وايي:«زما په ګډون، ډېر افغانان اړ دي چې هېواد پرېږدي.»

بل کډوال حماد هلال هم وویل:«زما خویندې حق لري چې زما په څېر زده کړو ته لاسرسی ولري او په هېواد کې دا زمینه برابره نه ده. نو ما هېواد پرېښود.»

په همدې حال تر شپږم ټولګي پورته يو شمېر هغه نجونې زده کوونکې وایي، رواني ستونزې ورته پيدا شوي او د خپل برخليک په اړه اندېښمنې دي.

د دوولسم ټولګي زده کوونکې نيلم وايي:«کله چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې ونه کړي نالوستي پاتې کېږي، ځکه له شپږ ټولګي پورته درسونه ضروري دي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

د ولسم ټولګي زده کوونکې زينب څرګندوي:«هغه نجونې چې په کور کې دي او درس نه وايي له رواني او اروايي ستونزو سره مخ شوې دي.»

ورته مهال د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه پر طرحه کار روان دی او په وروستي کېدو سره به یې ښوونځي پرانیستل شي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وايي:«موږ د وزارت امر ته په تمه یوو او کله چې امر راغی موږ یې به یې له تاسو سره شریک کړو.»

څه د پاسه ۴۰۰ ورځې کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځي تړل شوي، دا چې کله به پرانیستل شي لا روښانه نه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه