Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هټۍوال: په درېیم مکروریانو کې د ګاز ډبې چاودنه د اور لګېدنې لامل شوی

هټۍوال وايي چې تېره شپه د کابل ښار په درېیم مکروریانو کې اور لګېدنې څه باندې ۱۱هټۍ په بشپړه توګه سوځولي دي.

د هټۍوالو په وینا، دغه اور لګېدنه تېره شپه د شپې ۱۰:۴۵ دقیقې د کازو د یوې ډبې له چاودنې وروسته چې له یوه ساعته په کمه موده کې ډېری هټۍ یې وسوځولې.

په دې هټیو کې د کور وسایل، د سینګار توکي، مېوې او سبزیجات خرڅېدل.

هټۍوال ظفر طلوع نیوز ته وايي:«د څوکیدار په ګډون یولس هټۍ سوځېدلي دي او په دغو هټیو کې د کور توکي، سبزیجات او پلور کېدل او یوه اشپزخانه هم وه.»

هټۍوال قدوس هم وویل:«شخصاً زما په خپله ۱۵ زره ډالر وو یوازې ۱۵ زره ډالر په همدغه هټۍ کې سوځېدلي دي.»

د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست وايي، دغه اور لګېدنه پر وخت راکابو شوې ده.

د اطفایې او پېښو ته د رسېدنې عمومي رییس حافظ نورالله څرګندوي:«کله یې چې موږ ته احوال راکړ ۱۱:۳۱ دقیقې وې، خو خلک وايي چې ۱۰:۳۰ یا ۱۰:۴۵ دقیقې اور لګېدنه شوې وه او دا هم د امنیه قومندانۍ له خوا احوال ورکړی شوی و.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«هغه لارښونې چې د اطفایې له خوا موږ ته ویلي شوي چې زموږ د هټۍ برېښنا په کوم سټنډرډ وي او له لینونو باید څه ډول ساتنه وکړو او هغه شیان چې ژر سوځي باید احتیاط وشي.»

کابل په وروستۍ یوې میاشت کې د اورلګېدنې د درې پېښو شاهد و. د کوټې سنګي په سیمه کې د احمدي او اباسین ځدراڼ مارکېټونو کې اورلګېدنې هټۍوالو ته مېلیونونه افغانۍ زیان رسولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه