Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کار او زده کړو ته د لاسرسي په پار پلازمېنه کې د مېرمنو لاریون

په کابل کې ځينو مېرمنو کار او زده کړو ته د نجونو او ښځو د محرومیت په اعتراض کې لاریون وکړ.

معترضان له ټینګار سره وايي چې له زده کړو او کار څخه د ښځو او نجونو بې برخې کېدو د بې وزلۍ لمن لا پراخه کړې ده، دوی له اسلامي امارته غواړي چې مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي او نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي.
 
مرغلره چې څه باندې شپږ کاله یې د کورنیو چارو وزارت د جندر څانګې د آمرې په توګه کار کړی، وايي چې اوس له اقتصادي ستونزو ځورېږي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې مرغلره زیاتوي:«له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې لطفاً د افغانستان ښځو ته پاملرنه وکړئ، ځکه د دوی د حقونو د نقض له کړکېچ څخه وژغوري.»

معترضه شکریه هم وايي:«دغه سندونه چې په لاس کې لري، بې ګټې دي، ځکه ټولې په کور کې دي او نه شي کولای چې دنده ترسره کړي.»

معترضه ارزو هم څرګندوي:«که چېرې زموږ غوښتنې ته پاملرنه ونه شي موږ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.»     

د اقتصاد وزارت مسلکي معین وایي،چې دغه وزارت هڅه کوي چې د مېرمنو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وايي:«متخصص او کارپوه ځواکونه د هېواد په پراختیا، پرمختګ او ترقۍ کې مهم رول لوبوي او په دې لړ کې زموږ سیاست له سوداګرو او متخصصو مېرمنو ملاتړ دی.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجمیل شیرانی څرګندوي:«د حکومت دنده او مسوولیت دا دی چې د ښځو په ګډون د ټولو ستونزې، که هغه اقتصادي وي یا سیاسي او یا هم ټولنیزې وي حل کړي.»

څه باندې څورلس میاشتې کېږي، چې ډېری مېرمنو په دولتي ادارو کې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او دفترونو ته د تګ اجازه نه لري. بل خوا نجونې هم د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځیو ته له ته محرومې شوې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وایي،چې دغه وزارت هڅه کوي چې د مېرمنو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه