Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پولیسو په لیکو کې د مسلکي مېرمنو د ګومارنې په پار د کورنیو چارو وزارت هڅې

د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د تېر حکومت پوځي مېرمنې په دغه وزارت کې وګوماري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې د دغه کار لپاره هڅې پیل شوې دي او همدا اوس هم ځينې پولیسې مېرمنې فعالیت لري.

ښاغلي ټکور څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو هغه پولیسې ښځې چې روزل شوې دي، مسلکي وي او د پولیسو په برخو کې تجربه ولري، په کار ګومارو.»

د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د هغو ښځو ویډیو خپره کړې ده چې د پولیسو د عامه نظم په برخه کې ګومارل شوي او فعالیت کوي. دم ګړۍ د دغو ښځو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي.

د عامه نظم د ریاست ساتنمنه خدیجه وايي:«د بلوا مخنیوی مو زده کړی او دا موږ ته ډېر ګټور وو، موږ ډېر شیان زده کړي او موږ کولای شو چې له ځانه دفاع وکړو.»

د عامه نظم د ریاست بله ساتنمنه زهرا هم څرګندوي:«له هغو مېرمنو چې د تېرو پولیسو په لیکو کې وو، اوس نشته باید ټولې راشي هېڅ کوم ګواښ او فشار نشته.»

د نظامي چارو ځيني شنونکي په امنیتي برخو کې د ښځو د شمېر زیاتوالی د ټولنې د امنیت د ټينګښت لپاره ګټور ګڼي.

د نظامي چارو شنونکي اسدالله ندیم وویل:«په ټولو رسمي که هغه ملکي دي او که عسکري د ښځو او نجونو کاري حضور یو اړین او واجبي چاره ده.»

د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری هم وايي:«د مسلکي او روزل شویو ښځينه پولیسو حضور، په خصوصي سکټور، د امنیت په ټینګښت او د کمیت او کیفیت په پام سره د جرمونو په کموالي کې یوه مهمه اړتیا ده.»  

په تېر حکومت کې د کورنیو چارو په وزارت څه باندې څلور زره ښځينه پولیسو په بېلابېلو برخو کې د هېواد د امنیت په ټينګښت کې ونډه لرله. خو اوس په کورنیو چارو وزارت کې د ښځو شمېر کم شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه