Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي د یونېفورم د وېش په غونده کې: نړۍ دې له ا.ا سره "مثبت تعامل" پيل کړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د سې شبنې په ورځ په یوې غونډه کې له اسلامي امارت سره د نړۍ د مثبت تعامل غوښتونکی شو.

ښاغلي متقي د استخباراتو د عمومي ریاست د نوي یونېفورم د وېش په غونډه کې د وینا پر مهال وايي چې د سرپرست حکومت کمزوري کول د نړۍ په زیان دی.

ښاغلي متقي زیاته کړه:«دینا باید مثبت تعامل ته راوړاندې شي، د افغانستان د حکومت کمزوري د ټولو په زیان ده، بیا ولې خپل ځان ته زیان اړوي.»

امیرخان متقي بهر ته له تللو سیاستوالو غواړي چې افغانستان ته راستانه شي او له واکمن نظامه ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت ځينو نورو چارواکو چې د استخباراتو د عمومي ریاست پرځواکونو د یونېفورم د وېش په غونډه کې یې ګډون کړی و، یونېفورم، په ثبات، نظم، او د نظام په یووالي او پیستون کې مهم بولي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«هغه مجاهدین چې په دفاع وزارت کې دي، کورنیو چارو وزارت کې دي، په استخباراتو کې دي او یا په نورو ارګانونو کې کار کوي د پنځه ګونو حواسو حیثیت لري.»
 
د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم څرګندوي:«د اسلامي امارت د زعامت له خوا وړاندې کېږي، کوم فرامین چې د اسلامي امارت له خوا صادر شوي دي په هغو کې باید جداً کوتايي ونه کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیاراتګ وروسته، دا لومړی ځل دی، چې د استخباراتو پر ځواکونو مشخص یونېفورم وېشل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه