Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې دوه زره نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرېدل

په کابل کې یوه خصوصي ښوونیز مرکز په وړیا توګه کابو دوه زره نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د دغه بنسټ په درسي ټولګیو کې، نجونو ته، د ښوونځي مضمونونه، د کانکور اماده ګي او خیاطي روزنه ورکول کېږي.

د دغه بنسټ چارواکي د دغې موکې د رامنځته کېدو موخه د نجونو له زده کړو ملاتړ ګڼي.
 
ښوونکی حسیب وايي:«زموږ موخه دا ده، یو کال کېږي چې ډېری زده کوونکې له ښوونځیو لرې پاتې شوې دي او اسلامي امارت ښوونځي تړلي دي دوی خپلو ښوونځیو ته نه ځي ډېری یې له رواني او روحي ستونزو سره مخ شوې دي.»

زده کوونکې مرضیه وایي، چې لا یې هم خپله هیله له لاسه نه ده ورکړې او د خپلې راتلونکې لپاره هڅې کوي.

هغه زیاتوي:«هیله لرم او غواړم چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، یوه ښوونیز مرکز ته راغلې یم او د خپلو زده کړو د دوام لپاره درس وایم.» 

بله زده کوونکې عالمه هم وايي:«له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې ژر تر ژره پیل شي چې موږ وکړای شو خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.»

زده کوونکې مقدسه هم څرګندوي:«زما هیله دا ده چې د زده کوونکو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي چې دوی وکړای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

د سیاسي چارو ځيني شنونکې هم له حکومته غواړي، چې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستل کېدو په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجلیل شیراڼي وویل:«د نجونو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل یوه معما شوې ده، بيخي یوه معضله او حتا له معضلې ستره شوې ده، که څه هم اسلامي امارت د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو پلان نه لري.»

تر دې وړاندې اسلامي امارت د نجونو د لېسو او متوسطو د پرانیستو په تړاو ویلي دي، چې پر یوې طرحې کار کوي، خو تر اوسه دغه طرحه عملي شوې نه ده.

څه باندې یو کال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي، هغه موضوع چې کورني او بهرني غبرګونونه یې لرلي دي.

شریک یي کړئ