Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د خبریالانو د بشري حقونو د نقض د څه باندې ۲۰۰ پېښو ثبتېدل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما وايي چې د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته د خبریالانو د بشري حقونو د نقض کېدو، نیول کېدو، ناسم چلن او ګواښولو څه باندې ۲۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د یوناما په فېسبوک پاڼه کې راغلي دي«د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې د یوناما لخوا په افغانستان کې له ۲۰۰ څخه د زیاتو ژورنالیستانو د بشري حقونو سرغړونې ثبت شوي دي. تر ټولو لوړ شمېر کې یې په خپل سر نیونې، ناوړه چلن، ګواښل او ډارول شامل دي. په افغانستان کې رسنۍ په خطر کې دي. راځئ چې موږ ټول د ژورنالیستانو له خوندیتوب سره مرسته وکړو او له مجازاتو معافیت پای ته ورسوو.»

خبریال سمیع الله پوپل وايي:«هغه کسان چې په دغو پېښو کې دخیل دي او په کې لاس لري هغوی باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.»

خبریال محب الله بارکزی ځرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د خبریالانو پېښې وڅېړي.»

بلخوا د نومبر پر دویمه یا د ژورنالیستانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسولو په نړۍواله ورځ د خبریالانو د مصونیت کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان د پنځو هغو هېوادونو په ډله کې دی چې، له لسو کلونو راهیسې په کې د خبریالانو د وژنو پېښو ته رسېدنه نه ده شوې.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېته وايي:«سومالیا، سوریه، سوېلي سوډان، افغانستان او عراق په ترتیب سره پنځه هغه هېوادونه دي چې، د ۲۰۱۲ د سپټمبر له لومړۍ د ۲۰۲۲ د اګست تر ۳۱ پېښې په کې ارزول شوي دي. له دغو هېوادونو هر یو یې څو وارې د سي، پي، جې په نوملړ کې راغلي دي.»

له دې سره سم، په افغانستان کې د خبریالانو د مصونیت کمېټه وايي، په تېر کال کې په هېواد کې د خبریالانو د وژنې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو په تېرو لسو کلونو کې د خبریالانو اړوند قضیو ۹۰ سلنه عاملین نه دي مجازات شوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د رسنیو مسوول جمیل وقار وايي:«د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی لاهم جریان لري. له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی کېږي د هغوی عاملان مجازات کړي او له هغوی سره قانوني چلن وکړي.»

له دې ټولو سره سره د دوشنبې په ماښام د انعکاس ټلوېزیون خبریال نیاز محمد خاکسار وايي، په ننګرهار کې د ناپېژندو کسانو له لوري وهل ډبول شوی دی.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتیو په تړاو د یوناما معلومات ردوي او هغه له واقعیته لرې ګڼي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستان د ملي ټولنې د معلوماتو له مخې، په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ۱۲۰ کورني او بهرني خبریالان وژل شوي او د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته په هېواد کې ۲۲۵ رسنۍ بندې شوي او ورسره شاوخوا ۱۲ زره کارکوونکي یې هم بیکاره شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه