Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د درملو بیې له لوړېدو د پلازمېنې اوسېدونکو اندېښنه

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکې د درملو بیې له لوړوالي اندېښنمن دي او وايي، اقتصادي ستونزو له امله نه‌شي کولای د خپلې اړتیا وړ درمل وپېري.

د کابل اوسېدونکی بشرمل په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «ډاکټران هره نسخه په پنځه زره او شپږ زره افغانۍ لیکي او موږ دومره وسه نه‌لرو چې وای یې خلو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی په‌دې اړه زیاتوي: «د درملو بیې لوړې شوي او پېرلی یې نه‌شو، ځینې وخت نیم درمل پېرم، ځکه توان مو پورته دي.»

له دې سره سم، د درملو یو شمېر پلورونکي هم وايي، له هنده په کمه اندازه د درملو واردات د درملو پر کیفیت او بیو اغیز کړی دی.

درمل پلورونکی پروېز صدیقي وايي: «له هندوستانه ډېره کمه شوې ده، الوتنې هم کمې شوې دي، که افغانستان ته دارو راوړل کېږي، بیه یې ډېره لوړه ده، مشتري ترې ګټه نه‌شي اخیستلای.»

یو بل درمل پلورونکی تواب وايي: «بیې او کیفیت یې پنځوس سلنه لوړ شوي دي، هېواد چې دا ډول وي، د درملو کیفیت هم ښکته کېږي، سوداګر وايي، د دارو کیفیت ټیټ کړه چې خلک یې وخیستلای شي.»

د درملو پلورونکو ټولنې مشر وايي، د زړه، سرطاني او ویروسي ناروغیو د درملو په بیو کې تر ۵۰ سلنې ډېروالی راغلی ځکه هېواد ته د دغو درملو پر واردولو محدودیتونه لګول شوي دي.

جان اغا زیاتوي: «موږ دا ستونزه لرو، ځکه له یوې خوا دارو نه شو تولیدولی، له بلې خوا ناروغان لرو او د قوانینو ستونزه هم ده. له اسلامي امارت او عامې روغتیا وزارت له چارواکو مو غوښتنه ده چې دغه ډول درمل څوک راوړي، ورته اسانتیاوې برابرې کړي.»

له بل لوري د خوړو او درملو د ملي ادارې ویاند وايي، دغې دارې هېواد ته د درملو پر واردولو څه محدودیت نه دی لګولی او په وینا یې یوازې هېواد ته یې د بې کیفیته درملو د واردولو مخه نیولې ده.

جاوېد هژیر په‌دې اړه وايي: «مخکې چې به مارکېټ ته دارو راتله، هویت یې هېڅ نه و مالوم، نه یې د کیفیت او نه یې د خوندیتوب تضمین و، اوس ټولې پولې پرانیستې دي او غوښتونکې یې په کافي اندازه وړاندې کوي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، دمګړۍ افغانستان ته له ترکیې او پاکستانه درمل راواردېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه