Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د سولې ټینګښت په اړه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په تاشکند کې له جرمنۍ سره په لېدنه کې ویلي، تاشکند په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دغه لوړپوړي ازبیک ډېپلومات له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر ناراف زیاتوي: «ازبیکستان په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن دی.اوسمهال په دغه هېواد کې ستونزمن بشري وضعیت رامنځته شوی او موږ په دې اړه اندېښمن یو. نړیواله ټولنه باید د افغانستان خلکو ته عملي مرستې ورسوي.»

د سیاسي چارو شنونکی ستانه ګل شیرزاد وايي: «که د ازبیکستان حکومت د افغانستان د سولې پروسه کې اقدام وکړي، موږ يې باید ملاتړ وکړو.زموږ سوله په کار ده، چې په افغانستان کې سوله منځته راشي.»

په دې لېدنه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې افغانستان کې د ښځو د حقونو پر نقض اندېښنه ښودلې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره آنالنا شارلوته الما بربوک وايي: «له تېر دوبي راهیسې طالبانو د ښځو د زده کړې او آزادۍ حق تر پښو لاندې کړی دی. موږ حق نه لرو چې د افغانستان خلک یوازې پرېږدو. موږ دې وروستیو کې د هغو کړکیچونو او حالاتو شاهدان یوو، چې هلته رامنځته شوي دي.موږ به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي: «دا بیا یو ډول سترګې پټول دي، چې خپله دوی شل کاله بشري حقونه نقض کړي هغې ته بیا دوی اشاره نه کوي. یا له هغې مخکې چې کوم بشري حقونه نقض شوي دي.»

له ډېرو هڅو سره سره ونه توانیدو چې په دې تړاو باندې د اسلامي امارت نظر واخلو، خو تر دې وړاندې سرپرست حکومت تل ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو حقوق خوندي دي او په ټول هېواد کې سوله تامین شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه