Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نشه‌یي توکو سره د مبارزې تګلارې د څېړولو لپاره د یوه پلاوي ټاکل کېدل

ریاست الورزا له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره د تګ لارې د څېړولو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

د چارو اداري یوې خبرپاڼه کې لیکلي، ریاست الوزرا د مخابراتو، اقتصاد او عدليې وزارتونو او د چارو ادارې اړوند مسوولانو څخه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د تګ لارې د څېړلو لپاره یو ګډ پلاوی جوړ کړی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: «د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د درېیمې ګڼې د مسودې د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د نشه يي توکو او مسکراتو د قاچاق د مبارزې کړنلاره په ګډه سره په دقیق ډول وڅېړي او پایلې ریاست الوزرا ته وړاندې کړي.»

بل‌خوا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلې واک ته رسېدو راهیسې له ۲۴۰۰ څخه ډېر کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمدي وايي: «د دغه معینیت د کشفي اداراتو له خوا تر دې دمه د ۲۲۰۰ په شاوخوا کې عملیات ترسره شوي دي، چې د دغه په نتیجه کې ۲۴۵۰ په شاوخوا کې لوی او واړه قاچاقبران نیول شوي دي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: «د مخدره موادو راکړه ورکړه تجارت او تولید ډېر تیاره سیستم لري شفاف نه دی او ورکېدل يې هم امکان نه لري، نو دغه هیات یوازینی کار چې کولای شي ولس د مخدره موادو د استعمال څخه لېرې وساتي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په یو تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه ډېر شوی دی.

د اقتصاد وزارت وايي، دا کمېټه به د خپلو کارونو د پایلو راپور ریاست الورزا ته وړاندې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه