Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې له سفره د اسلامي امارت د ویاند لاسته راوړنې

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ترکیې ته په خپل سفر کې د نظام جوړولو او حکومتوالۍ په برخه کې له یوې مسلکي ترکي ډلې سره لیدلي او خبرې اترې کړي.

د اسلامي امارت ویاند چې ترکیې ته یې سفر درلود، د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وايي چې کابل د ترکیې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو غوښتونکی دی.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې ترکیې او نورو هېوادونو ته یې د اسلامي امارت پیغام رسولی دی.
     
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته وویل:«په افغانستان کې د نظام جوړونې او حکومت جوړونې او همدارنګه مسلکي برخې چې په نوې نړۍ کې دود دي او زموږ نظام له هغو شیانو سره اشنا وي، د ترکیې په استانبول کې له مسلکي ډلو سره مو ولیدل.»

د اسلامي امارت ویاند وایي، چې د بشري مرستو پر جلب خبرې یې ترکیې ته د سفر یوه برخه وه.

دی دغه راز وایي، چې په نږدې راتلونکې کې به د ترکیې له ځینو چارواکو سره د ګمرکي او بانکوالۍ د مسایلو او د عوایدو د راټولو په تړاو ګډې غونډې ولري.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:«ځينو بنسټونو ژمنه کړې ده چې افغانستان ته راشي او په هغو برخو چې لازم دي همکاري وکړي.»

خو د افغانستان لپاره د ترکیې ګټورتیا څه ده؟

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«ترکیه په افغانستان کې تاریخي رول لري او کولای شي چې دغه حکومت د ظرفیت جوړونې په برخه کې مسلکي کړي.»
         
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج هم څرګندوي:«ترکیه کولای شي چې د افغانستان د نظاموالۍ په برخه کې، د افغانستان د حکومت جوړونې او حتا د اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په ښه والي کې ښه رول لوبوي.»
        
د سیاسي چارو شنونکی احمد منیب وویل:«په تېر کې هم ترکانو چې په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور په چوکاټ کې حضور درلود او د افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخو کې یې فوق العاده ونډه لرله او اوس هم کولای شي ولري.»

دا په داسې حال کې ده، چې ذبیح الله مجاهد د تلې پر۲۲مه ترکیې ته ولاړ او د علماوو د اتحادیې په کوربتوب یې د علماوو په اوومې نړۍوالې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ښاغلي مجاهد ترکیې ته په خپل سفر کې په ترکیه کې له یو شمېر ګوندونو، سیاسي شخصیتونو، د ترکیې له دیني عالمانو، د خیریه بنسټونو له مسوولانو، لیکوالانو او په فلسطین کې د حماس د سیاسي دفتر له مسوول اسماعیل هاینه سره هم وکتلي و.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ترکیې او نورو هېوادونو ته یې د اسلامي امارت پیغام رسولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه