Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د 'مسکو ' غونډه کې د ا.ا د نه بللو په هکله د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د افغانستان په اړه د "مسکو فارمټ" ناستې په غبرګون کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دغه ناسته د سرپرست حکومت د استازي له شتون پرته نیمګړې ده او پر تعامل به منفي اغېز وکړي.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډه چې، ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو جوړه شي، ناقصه بولي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي:«له نېکه مرغه افغانستان اوس یو خپلواک، مسوول او مشروع حکومت لري، او په دې توانېدلی چې په ټول هېواد کې امنیت په موثر ډول ټينګ کړي، پولي خوندي کړي او له ګونډیانو، سیمې او نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې مثبت تعامل ولري. په دې اساس په داسې ناستو کې د افغانستان حکومت نه ګډون په تعامل منفي اغېز کولای شي.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د امریکا له لوري د طالبانو د اسلامي تحریک د رامنځته کېدو په اړه د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي ادعاوې ردوي.

ښاغلي تکل زیاته کړه:«د طالبانو اسلامي تحریک د پخواني شوري اتحاد له ماتې وروسته د خپل هېواد د نجات لپاره د ولس له منځه راپورته شوی غورځنګ و. چې په خپل وطن کې یې د اسلامي نظام لپاره مبارزه کړې ده.»

د چارو یو شمېر شنونکي د دغه ډول غونډو جوړېدل د هېواد په ګټه ګڼي او له سمبالونکو یې غواړي چې، د اسلامي امارت استازو ته هم د ګډون لپاره بلنه ورکړي.

د سیاسي چارو شنوونکي حسن حقیار وویل:«زه فکر کوم هغه غونډه چې د افغانستان په هکله وي او امارت په کې ګډون ونه لري، په ګټوره به نه وي.»

تېره اوونۍ یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې، د روسیې د ملي امنیت شورا د طالبانو د اسلامي تحریک جوړېدل یې آمریکا ته نسبت ورکړی و.  خو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دغه ادعا ردوي.

تر دې مخکې د روسیې ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې، د افغانستان په تړاو به د مسکو فارمټ غونډه د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، کازاخستان، قرفیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د استازو په ګډون جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه