Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کار وزارت: د مس عینک پروژه کې به ۲۰ زره کسان په کار وګمارل شي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د مس عینک کان د پروژې عملي کار به ډېر ژر پیل شي چې شل زرو کسانو ته به د کار زمینه په‌کې برابره شي.

د دې وزارت مرستیال په افغانستان کې د وزګارۍ په اړه خپرې شوې شمېرې ردوي او وايي، دا وزارت هڅه کوي چې د هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه رامنځ‌ته کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین عبدالسلام مخدوم سعادت زیاتوي: «د مس عینک پروژې رییس له موږ سره لېدنه وکړه، د بشري سرچینو او ګمارنې په برخه کې چې یې کوم چینايي کار کوه، دواړو یې له موږ سره لېدنه وکړه. دوی وویل، موږ به له شل زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړو.»

بل خوا د صنایعو او کانونو خونې مرستیال په دې باور دی،چې ګټې اخیستنې ته به د دغه کان په سپارل کېدو سره نه یوازې د حکومت عواید زیات شي، بلکې ځایي خلک به هم پر کار وګمارل شي.

د کابل د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «په هېواد کې سترې پروژې د تل‌پاتې کارونو رامنځ‌ته کولو او زموږ د ملي عاید د ډېرېدو سبب کېږي. لکه د مس عینک پروژه چې شپږ اووه مېلیارډ ډالره ده، د افغانستان لپآره هم کار او هم عاید لري.»

بل‌خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د بې‌وزلۍ د کمېدو لپاره له مرستندویو بنسټونو سره خبرې شوې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبدالسلام مخدوم سعادت وايي: «موږ د (ILO) سازمان راوباله او وسره مو ولېدل، ورته مو وویل چې زموږ د ملت درد یوه بوجۍ اوړه، وریجې او پنځه کیلو غوړي نه‌شي دوا کولی، راځئ دا ملت له بې‌وزلۍ وباسو، په رښتیا سره موږ ملت د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.»

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې پر اقتصادي ناورین او بې روزګارۍ اندېښنه څرګنده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې په ۲۰۲۲ مېلادي کال کې د افغانستان ناخالص کورنيو تولیداتو له دېرش تر پنځه دیرش سلنې پورې منفي وده لرلې ده.

په ۲۰۲۲ مېلادي کال کې د افغانستان ناخالص کورنيو تولیداتو له دېرش تر پنځه دیرش سلنې پورې منفي وده لرلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه