Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: د اقلیمي بدلونونو موضوع باید له سیاسي مسایلو جلا شي

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اقلیمي بدلونونو موضوع باید له سیاسي مسایلو لېرې وساتل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل واييو چې افغانستان یوازې سږکال د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په پایله کې د دوه مېلیارد ډالرو په ارزښت زیانمن شوی دی.
 
ښاغلی تکل په دې باور دی چې اقلیمي بدلونونه سیاسي پولې نه پېژني.

ضیا احمد تکل وویل:«لکه څرنګه چې اقلیمي اغېزې سیاسي پولې نه پېژني، د هغه حل لارې هم باید له سیاسي ملحوظاتو خپلواکې وي او د افغانستان په څېر هېوادونه له پاملرنې لرې نه شي چې په اقلیمي بدلونونو کې یې هېڅ منفي رول نه دی لرلی؛ خو د هغه له منفي اغېزو سره مخ دی.»
   
د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي څانګې آمر محب الله بهار هم وايي:«افغانستان د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو شاهد و چې عبارت دي له سېلابونو او وچکالۍ څخه، د سېلابونو په پایله کې کابو ۲۰۵ تنه مړه شوي دي.»

بل خوا د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د اقلیمي بدلونونو تر ډېره د افغانستان کروندګر زیانمن کړي دي او سېلابونو کرنیز محصولات له منځه وړي دي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین څرګندوي:«د افغانستان بزګر او څاروي لرونکي له دې اړخه زیانمن شوي دي.»

اخوا د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په غونډه کې ویل شوي دي، چې په ټوله نړۍ کې مېلیونونه تنه د انرژۍ، خوراک او اوبو له ناورین سره چې د جیوپوليټیکو ترینګلتیاوو له امله سخت شوی دی، مخ دي.
 
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو د چارو نوی رییس سیمون سټیل وايي:«په نړۍ کې هر څوک هره ورځ اړتیا لري چې هر ممکن کار ترسره کړي، څو اقلیمي بدلونونو ته رسېدنه وشي.»

د اقلیمي بدلونونو غونډه د یکشنبې په ورځ د مصر په شرم الشیخ کې جوړه شوې ده، چې د افغانستان نارسمي استازي هم په کې حضورلري.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د اقلیمي بدلونونو تر ډېره د افغانستان کروندګر زیانمن کړي دي او سېلابونو کرنیز محصولات له منځه وړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه