Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا له جګپوړو چارواکو سره د قرغیزستان د ولسمشر ځانکړي استازي لیده کاته

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د قرغزستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې هېڅ ډله به د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو ګټې ونه ګواښي.

د قرغیزستان د ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بېک مصدق اوف د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره، په جلاجلا کتنو کې د سیاسي او اقتصادي مسایلو او د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، چې د افغانستان پولې د بل هر وخت پرتله امنې شوې دي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه:«زموږ د هېواد پولې او سرحدونه د بل هر وخت پرتله خوندي او محفوظ دي او همدارنګه د اسلامي امارت دریځ دا دی چې زموږ له هېواده هېڅ هېواد ته زیان او ګواښ نه متوجه کېږي ځکه اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نور هېوادونه زیانمن شي.»

په دې کتنه کې د قرغیزستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې استازي او د قرغیزستان د سفارت شاژدافېر هم حضور درلود.
 
بل خوا د قیرغیزستان د ولسمشر ځانګړي استازي له کابل سره ژمنه کړې ده، چې له افغانستان سره به د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې، او ښځو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې همکاري وکړي.
  
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل وايي:«ښاغلي ستانکزي د قرغیزستان په پوله وروستیو نښتو ته په نغوتې سره د خبرو اترو او تفاهم له لارې د اختلافي موردونو پر حل و فصل ټینګار کړی او همدارنګه  قرغیزستان ته یې د دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو د پياوړتیا لپاره د اسلامي امارت د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.»

په دغو کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر زیاتېدو ټينګار شوی دی.

د سیاسي چارو ځيني شنونکي وایي، چې کابل دې د ګاونډيو هېوادونو په تېره بیا د منځنۍ آسیا د هېوادونو د امنیتي اندېښنو د لېرې کولو لپاره د خپلو پلو امنیت لاپسې ټينګ کړي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی طارق فرهادي څرګندوي:«کابل په لوی لاس د سیمې د هېوادونو د بې ثباته کولو په لټه کې نه دی ورته مهال کابل ریفورمونه حقیقي کړي د دې لپاره چې د سیمې هېوادونه یې په رسمیت وپېژني.»

له دې مخکې د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
تاجیکستان ویلي دي، چې تر اوسه یې له افغانستان سره پر ګډه پوله د ۱۷۵امنیتي پوستو د جوړېدو کار پای ته رسېدلی دی او په راتلونکي کې به تر ۳۰۰ زیاتې امنیتي پوستې جوړې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه