Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د محرم نه لرلو له امله د ځينو مېرمنو د سفر لغوه کېدل

ځينې مېرمنې وايي چې د محرم نه لرلو له امله د کابل له هوايي ډګره یې سفرونه لغوه شوي دي.

دغه مېرمنې دا ډول محرم بندیز اندېښمنوونکی ګڼي او وایي چې د کابل او نورو ولایتونو په هوایي ډګرونو کې هغو مېرمنو ته د سفر اجازه نه ورکول کیږي، چې محرم ونه لري.
  
د کابل اوسېدونکی خورشید وايي:«ما ته یې اجازه را نه کړه چې له هېواده ووځم، د دې له امله چې زه یوازې وم او محرم راسره نه و. له ډېرو هڅو وروسته خپل پلار مې د محرم په توګه له ځان سره ولرم.»

د کابل بله اوسېدونکې مریم هم څرګندوي:«زموږ پاسپورټونه یې له ځان سره وساتل تر هغې چې د الوتنې ساعت تېر شو کله چې د الوتنې ساعت تېر شو الوتکې پرواز وکړ، بېرته یې زموږ پاسپورټونه راکړل او وې ویل چې کور ته ولاړې شئ.»

بل خوا د سیاسي چارو ځیني شنونکي په دې باور دي، چې په اوسني وضعیت کې له د محرم له لرلو پرته د ښځو سفر د شرعي احکامو پرخلاف نه دی.
  
د سیاسي چارو شنونکی حسن حقیبار وویل:«معاصر فقهې ویلي دي چې یوه مېرمن کولای شي د نورو ښځو په ډله کې چې شمېر یې زیات وي او حیثیت، امنیت او غوښتنې یې پوره کړل شي او ګواښ نه وي کولای شي چې د ښځو په ډله کې سفر ولري.»

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت وایي، چې تر اوسه یې د بې محرمه ښځو د سفر د ممنوعیت په تړاو هېڅ فرمان نه دی ترلاسه کړی.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«په دې هکله زموږ وزارت ته کوم رسمي مکتوب نه دی راغلی چې کوم مسافر سفر کړي او کوم مسافر سفر نه شي کولای.»

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، زرګونه افغانانو په بېلابېلو علتونو هېواد پرېښی دی، خو د ډيری دغو کسانو کورنۍ په افغانستان کې پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه