Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت:۵۰ زره کارګران او۱۵ زره شپانه بهر ته استول کېږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د یوه تړون له مخې، ډېر ژر به ۶۵ زره افغان وګړي د کار لپاره له هېواده بهر ته واستول شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سادات وايي چې له دې ډلې د هېواد ۱۵ زره شپانه قطر، سعودي عربستان او ترکیې ته استول کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستيال مخدوم عبدالسلام سادات وايي:«موږ دا کوښښ کوو، دغه تعداد چې اوس يې غوښتنې له موږ سره شته، چې دنياوالو له موږ غوښتي. مثلاً قطر، عربستان سعودي او ترکيه. موږ د دغو خلکو لپاره سهولت برابر کړو. او کوښښ دا کوو، چې په زودترين فرصت کې دا مشکل حل شي او زموږ دا خلک د کار لپاره خارج ته ولېږدول شي.»

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وايي، چې بهرنيو هېوادونو ته د کارګرو د لېږلو تړونونه د تېر نظام پر مهال لاسليک شوي وو، چې تطبيق يې د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلی وو.

په همدې حال کې د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې له بې کارۍ ځورېږي او د اسلامي امارت له مسوولينو غواړي، چې د کار زمينه ورته برابره کړي.

کارګر رحمت الله وویل:«د کور کرایه لرم، د برق بل لرم، اوه کسه فاميل يوو؛ خو له سهاره تر ماښامه دوه سوه روپۍ نه شم پيداکولای.»

کارګر مصطفی هم وايي:«زموږ غوښتنه له دولته دا ده، چې خپل ځوانان دې په قاچاقي لارو نه پرېږدي. دولت دې ورسره مرسته وکړي او له قانوني لارو دې ولېږي.»

د اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان، بهرنيو هېوادونو ته د افغان کارګرو لېږل، د هېواد په اقتصادي وده کې مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد اصف ننګ څرګنده کړه:«له قانوني لارې څخه نورو هېوادونو ته د افغانانو تګ راتګ هم رابطه ایجادوي، هم ډيپلوماسي ايجادوي او هم يې يو خير رسېږي. په اصطلاح هغه خپلې کورنۍ ته پیسې رالېږي او په دې توګه اقتصادي توسعه منځ ته راځي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په یوه راپور کې په افغانستان کې د بې کارۍ له زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه. د دغه سازمان د راپور له مخې، په یوه کال کې ۷۰۰ زره افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه