Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د څلورو هېوادونو په منځ کې د ډېرو کډوالو او بې ځایه شویو لرونکی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو، ان، اچ، سي، ار) وايي چې د نړۍ څه باندې ۷۰ سلنه کډوال او بې ځایه شوي د افغانستان، کنګو، سوریې او یمن دي.

دغه کمېشنري زیاتوي د دې سربېره چې دغه هېوادونه د اقلیمي بدلونونو له امله زیان لیدلی، خو ورته پاملرنه نه کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو ګراندي وايي:«د نړۍ ۷۰ سلنه پناه غوښتونکي او بې ځایه شوي د تر ټولو زیانمنو هېوادونو لکه، افغانستان، د کنګو جمهوریت، سوریې او یمن دي. هغوی د اقلیمي ناورین په هکله بحث کې ډېره ونډه لري، خو تر ډېره یوې خواته پرېښودل کېږي.»

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په غونډه کې د افغانستان نارسمي استازی عبدالهادي اڅکزی وايي:«د دغې غونډې په اجنډا کې د افغانستان موضوع نشته او د افغانستان هېڅ رسمي استازی حضور نه لري او زه د غیر رسمي استازي په توګه دلته فعالیت لرم.»

بل خوا یو شمېر کورنۍ چې د اقلیمي بدلونونو له امله بې ځایه شوي دي، وایي چې راروان ژمي ته اندېښمن دي. شریفه له پروان ولایته بې ځایه شوې چې د خپلې کورنۍ د اړیتاوو برابرونکې هم ده.
            
بې ځایه شوې شریفه وايي:«ماشومان مې وږي پاتې دي زه کونډه یم رسېدنه نه شم کولای.»

بې ځایه شوې شیرین پرۍ هم وویل:«موږ د لوګر یوو سېلابونه راغلل موږ بې ځایه شوو او بې وزله یوو هېڅ نه لرو او کونډه یم.»

بل خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېر څه باندې یو کال کې ۱۳۳ زره کسان د اقلیمي بدلونونو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني څرګنده کړه:«د هغو کسانو شمېر چې په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله بې ځایه شوي دي کابو ۱۳۳ زره تنه دي.»

افغانستان یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې په نورو هېوادونو کې ډېر کډوال لري. سږکال په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو سېلابونو او زلزلې له امله ګڼ هېوادوال بې ځایه شوي چې اوس‎مهال په ښه وضعیت کې نه دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېر څه باندې یو کال کې ۱۳۳ زره کسان د اقلیمي بدلونونو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه