د چاپېریال ساتنې ملي اداره نیوکه کوي چې په مصر کې د چاپېریال د ننګونو په اړه جوړې شوې غونډې ته افغانستان نه و بلل شوی.
د دې ادارې چارواکي په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وايي، که څه هم افغانستان د اقلیم د بدلون په برخه کې لږه ونډه لري، خو پراخ زیانونه یې لیدلي او له همدې امله باید دغه کنفرانس ته بلنه ورکړل شوې وای.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس حافظ عزیز الرحمن وايي: «په نړۍ کې د اقلیمي بدلون او د ځمکې بدلون د نړۍ په تېره د افغانستان لپاره یوه ستره ننګونه ګڼل کېږي. د تودوخې درجې لوړېدل، وچکالي، په نړیواله کچه د اوبو او طبیعي افاتو کچې لوړېدل ټول هغه څه دي چې حیواني او انساني ناروغیو باعث ګرځي.»
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال ټينګار کوي چې په تېرو څلورو لسیزو کې له بیلابیلو وسلو کار اخیستو، د هېواد پر اقلیم ناوړه اغېز کړی دی.
دی پر نړېوالې ټولنې په نیوکې سره زیاتوي، اوسمهال د ۸۰۵ مېلیون ډالرو په ارزښت د چاپېریال ساتنې دوه دېرش پروژې ځنډولې دي.
د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال زین العابدین عابد وايي: «په ځانګړې توګه د اقلیم د بدلون لپاره، زموږ له مشرانو او مسوولو څانګو غوښتنه دا ده چې له خپلو ملګرو سره په مالي او تخنیکي برخه کې همکاري وکړي او زموږ ملګري او مهم بشري مسایل سیاست پورې و نه تړي.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو رییس روح الله امین وايي: «د دې پروژو بندېدل پهدې مانا دي چې موږ د افغانستان خلک د اقلیم د بدلون له مالي امکاناتو بېبرخې کړي دي، دا په دې مانا ده چې موږ د زیان منونکو ټولنو خلک چې افغانستان په حقیقت کې د یو زیان منونکي هېواد په توګه، موږ دوی د دوی د چاپیریال له حقونو څخه محروم کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په اوه ویشتمه غونډه کې چې په مصر کې جوړه شوې وه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وویل چې د اقلیمي بدلونونو د زیانونو د مخنیوي لپاره باید عملي ګامونه پورته شي.
په دې اړه مو اندونه