Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه: د نجونو او ښځو محرومیت د افغانستان د ودې مخه نیسي

د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د پرېکړه‌ليک د تصويب غونډې پر مهال ګډونوالو په افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو بې‌برخې کېدو او له کاره د ښځو لرې پاتې کېدو په اړه نیوکه وکړه.

دوی وویل چې افغانستان یوازېنی هېواد دی چې ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه په‌کې نیول کېږي او زیاتوي، دا ډول پالیسي (د نجونو له زده‌کړو او کار څخه د ښځو د منع کول) د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي.

په دې ناسته کې د هېوادونو استازو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لګولو په اړه د اندېښنې تر څنګ، له بشري حقونو څخه د سرغړونې، بشري ناورین، د تاوتریخوالي دوام، د کوکنارو کښت او د نشه‌يي توکو د تولید، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو تر څنګ او په افغانستان کې د لږکیو حقونو ته درناوی افغانستان اندېښمن کړی دی.

امریکايي استازي په‌دې غونډه کې وویل، که د افغانستان اوسني چارواکي په رسمیت پېژنې پسې وي؛ باید په دې هېواد کې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي خپلو ځایونو ته ستنې شي.

د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷مې غونډې مشر چابا قریشي له اسلامي امارت وغوښتل چې په دې هېواد کې د تروریستي حرکتونو د شتون مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د تورونو د څېړلو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په‌دې غونډه کې وویل، په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله او مشروع حکومت د جوړولو نه‌شتوالي دا هېواد له نړیوالې ټولنې څخه لا منزوي او لرې کړی دی.

ښاغلي فایق زیاته کړه چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته افغانستان د بشري او اقتصادي بحرانونو شاهد و چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې له جدي خطر سره مخ کړې.

له بلې خوا د ایران او روسیې استازو دا پرېکړه‌لیک غیر متوازن او یو اړخیز بللی دی.

چین او روسیې هم د دې پرېکړه‌لیک د نه ملاتړ تر څنګ د افغانستان کنګل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنایتونه باید وڅېړل شي.

له دې سره سم په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر د ملګرو ملتونو د دې پرېکړه‌لیک په غبرګون وايي، اسلامي امارت د اسلامي اصولو او ارزښتونو پر بنسټ د خپلو هېوادوالو مشروع غوښتونو ته ژمن دی.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین زیاتوي: «د اسلامي ارزښتونو له مخې موږ د خپلو خلکو د ټولو مشروع حقونو او غوښتنو تحقق ته ژمن یوو. موږ هڅه کوو چې د دې ستر هدف د تر لاسه کولو لپاره مناسبې لارې او چاپیریال برابر کړو.»

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پرېکړه‌لیک د ۱۱۶ هېوادونو له خوا تصویب شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه