Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سره صلیب نړیوالې کمېټې له نړۍ وغوښتل چې جګړه‌ځپلو هېوادونو ته پاملرنه وکړي

د سره صلیب نړیواله کمېټه د نړۍ په مشرانو غږ کوي چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډېرو اغېزمنو شويو سیمو او جګړه‌ځپلو هېوادونو ته بسپنې راټولې کړي.

د دې کمېټې عمومي مدیر وايي، دغه بودجه باید د افغانستان، سومالیا او یمن په څېر د هېوادونو په واک کې ورکړ شي، څو د یادو هېوادونو د خلکو د هوساینې لپاره ولګول شي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې عمومي مدیر رابرټ ماردیني زیاتوي: «موږ دلته یو څو د جګړو او اقلیمي بدلونونو له امله زیانمنو خکو ته پام وکړو او موږ په واضحه توګه هیله کوو چې، د اقلیمي بدلون بودجه د یمن، سومالیا او افغانستان د خلکو په واک کې ورکړو.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت وايي، وچکالیو او وروستیو سیلابونو د هېواد اقتصاد زیانمن کړی؛ نو اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره لاس په کار شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « له ټولنې زموږ هیله دا ده چې د افغانستان د اقلیم د ښه‌والي لپاره بودجه ځانګړې کړي، څو زموږ د ستونزو په هواري کې اغېزناکه تمامه شي.»

د سیاسي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: «اوس‌مهال د اقلیم بحران د افغان حکومت په ظرفیت کې نه لېدل کېږي. اړتیا ده چې د نړۍ هېوادونه او مسوول بنسټونه د افغانستان د اقلیم مساله جدي ونیسي.»

له بل لوري په مصر کې د اقلیمي بدلونونو په غونډه کې د افغانستان غیر رسمي استازی وايي، په افغانستان کې اقلیمي وضعت ښه والي ته باید پام وشي.

د اقلیمي بدلونونو په غونډه کې د افغانستان غیر رسمي استازی عبدالهادی اچکزي زیاتوي: «زه له نړۍ هم غواړم چې د افغانستان مسالې ته پام وکړي او موږ د افغانستان وضعیت ته اندېښمن یوو. که افغانستان ته پاملرنه و نهإشي، دا هېواد به له لوی بحران سره مخ شي.»

د مصر په شرم الشیح ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو نړۍواله غونډه له شپږو ورځو راهیسې روانه ده او په دې غونډه کې د افغانستان رسمي استازی حضور نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه