Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازبکستان ولسمشر یوې ناسته کې له افغانستان سره پر همکارۍ ټینګار وکړ

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ترک سازمان د مشرانو په غونډه کې له افغانستان سره د یادو هېوادونو پر همکاریو ټینګار وکړ.

د دې سازمان غړی شوکت میرضیایف په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره د ګډ کار غوښتنه کړې ده.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي: «موږ ټول چې دلته یوو د افغانستان اوسني وضعیت ته اندېښمن یوو. موږ د افغانستان وضعیت تر څار لاندې لرو او نه ښايي زموږ له لېده لرې وي او موږ ټول باید په‌دې اړه همغږي مخته ولاړ شو.»

د ترکمنستان پخواني ولسمشر هم په‌دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره د هڅو د ګړندي کېدو غوښتنه وکړه.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمداف وايي: «ترک ژبي هېوادونه له افغانستان سره ډېر مشترکات لري او موږ په افغانستان کې تاریخي آثار لرو او هغه موږ ته د اهمیت وړ دي. هغه څه چې، اوس په افغانستان کې روان دي موږ لپاره ځانګړی اهمیت لري او موږ د سولې او ثبات د ټينګښت په تړاو مسوولیت لرو.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «دا خبري دوه اړخونه لري، یو یې په افغانستان کې دننه د اصلاحاتو راوستلو هڅه وشي، دویمه هڅه د نړیوالې ټولنې له لوري وشي چې یو نږدېوالی رامنځ‌ته شي او د افغانستان اقتصادي حالت سم شي.»

د چارو ځینې شنونکي په هېواد کې د ثبات د لا ټينګښت لپاره د سیمې د هېوادونو نقش مهم ګڼي.

سیاسي کارپوه حسن حقیار زیاتوي: «زموږ هېواد په اقتصادي، سیاسي او کلتوري جدي ستونزه کې دی او د سیمي او نړۍ هېوادونو مرستې ته اړتیا لري.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي زیاتوي: «په‌دې اساس وخت کې افغانستان له بل هر وخته اوس د سیاسي او اقتصادي نظم د راوړلو لپاره له سیمې هېوادونو سره سم دریځ غوره کولو ته اړتیا لري.»

ترکیه، اذربایجان ، ازبیکستان ، قزاقستان  او قرغیزستان د ترک هېوادونو د سازمان اصلي غړي دي او همداراز مجارستان او ترکمنستان یې څارونکي غړي دي.

دغه سازمان د مرکزي آسیا او ګاونډيو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي مسایلو په تړاو غونډې جوړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه