Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د څه باندې ۱۲۰ افغان کډوالو نیول کېدل؛ ا.ا پاکستان ته پلاوی استوي

د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، په سند ایالت کې د دې هېواد د پولیسو له‌خوا د ماشومانو او ښځو په ګډون څه باندې سل افغان کډوال نیول شوي دي.

په سند ایالت کې د دې هېواد د پولیسو له خوا ۱۲۲ افغان کډوال نیول شوي دي چې ۱۳ يې ښځې او ۲۰ نور يې ماشومان دي.

پاکستان کې افغان کډوال حاجي نظر وايي: «زما د افغانستان حکومت نه دا غوښتنه ده، چې ژر تر ژره دې راشي او د پاکستان عالی چارواکو سره دې خبرې وکړي د مهاجرو د ستونزو حل لپاره دې لاره پیدا کړي او پالیسي کې دې بدلون راولي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی اکبر سلیمانخېل ‌وايي: «لکه څنګه چې تېره ورځ کوم افغان ورونه ونیول شول په مجهو تاڼه کې هغوی سره غیر انساني او غیر شرعي چلند کړی و او په ځنځیرونو يې تړلي وو.»

بل‌خوا د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د روانې میاشتې تر پایه پورې به یو افغان پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او د دې هېواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: «له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو شریکول او د هغوی لپاره د حل لارې لټول دا به د پلاوي اجنډا وي.»

په کراچۍ کې د افغانستان کونسل سید عبدالجبار تخاري زیاتوي: «موږ هڅه کوو  او د کونسلګرۍ دا مسوولیت دی، چې افغان بندي کډوال له زندان څخه ازاد کړي.»

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبره، په پاکستان کې د افغان بندي کډوالو د خوشي کېدو لپاره يې هڅې روانې دي.

بل‌خوا د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د روانې میاشتې تر پایه پورې به یو افغان پلاوی پاکستان ته سفر وکړي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه