د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې تفریحي پارکونو ته د ښځو منع کولو په غبرګون کې له اسلامي امارته غوښتنه کړې چې د ښځو په اړه وروستۍ پرېکړه لغوه کړي.
دې سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: «د بښنې نړیوال سازمان له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه غواړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو بنسټيزې ستونزې او د هغوی حقونه بابېزه ونه ګڼي. د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو له حقونو د سرغړونو مستند کولو، رپوټ کولو او افشا کولو ته دوام ورکوي.»
د بشري حقونو فعاله مهدیه محمدي وايي: «موږ غواړو هغه ځایونه چې د ښځو پر وړاندې بند شوي، بېرته پرانیستل شي.»
د کابل اوسېدونکی جواد احمد زیاتوي: «بندېدل د حل لاره نهده، باید په حجاب کې لاړ شي او بندېدل د حل لاره نهده.»
خو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند وایي، په ښځو پورې اړوند تفریحي او ورزشي ځایونه د ښځو له لوري د اصولو د نه مراعاتېدو له امله تړل شوي دي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي: «خویندو همکاري و نهکړه، همدارانګه د پارکونو مسوولینو، د حمامونو مسوولینو همکاري و نه کړله؛ نو بالاخره دا پرېکړه وشوه، امید دی چې دوی هم زموږ د ۱۵ میاشتو په خوارۍ باندې پوه شوي وي او اوس یې دا منلې وي، دا چې وروسته څه پرېکړه کېږي، بېرته خلاصېږي یا څنګه کېږي، دا به وروسته ته پرېږدو.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ګډونوالو پرون په یوه پرېکړه لیک کې په هېواد کې د ښځو د حقونو پر خوندېتوب ټينګار وکړ. خو اسلامي امارت تل ویلي دي،چې د ښځو حقونه د اسلامي قوانینو په رڼا کې د تېر پرتله تامین شوي دی.
په دې اړه مو اندونه