Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ټولنیزو رسنیو کې "پرېږدی افغان نجونې زده‌کړي وکړي" کمپاین پای

د "پرېږدی افغان نجونې زده‌کړي وکړي" په نوم په ټولنیزو شبکو کې پیل شوی کمپاین نن (یک‌شنبه) پای ته ورسېد.

دغه کمپاین چې د ټولنیزو شبکو د فعالانو او یو شمېر بهرنیو وګړو په نوښت پېل شوی و، له حکومته غوښتل شوي دي، د زده‌کړو په برخه کې د نجونو محرومیت پای‌ته ورسوي.

د دغه کمپاين يو تنظيموونکى عبيدالله بهير وايي، دغه اقدام يې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د سمدستي پرانستلو په موخه پيل کړى و.

نوموړی په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «دا هم یوه اندېښنه ده چې افغانستان د اقتصاد په برخه کې ډېر څه له لاسه ورکوي، هره ورځ چې دا بندیز دوام ولري، کورنی تاوتریخوالی هم ډېرېږي، په داسې یو حالت کې چې تدریس نه‌وي، تعلیم‌یافته ښځې نه‌وي، په کورنیو باندې یې اغېزې پرېوځي.»

بل خوا، د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې وایي،چې په افغانستان کې به پر ښځو د محدودیتونو لګول د بې وزلۍ لمنه پراخه کړي.

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري زیاتوي: «هغه کسان چې له سخت دریځ شوي افغانستانه وېرېږي، باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو، له تحصیل او ډیری برخو کې له کار او ان پارک ته د تللو په څېر له وړو خوښيو نه د هغوی پر محرومیت اندېښمن شي. دغه افراط پالنه به د بې ثباتۍ، بې‌وزلۍ او د نورو خلکو د تېښتې لامل شي.»

د ښځو حقونو فعاله مریم معروف  اروین وايي: «له بده مرغه له بل هر وخته د افغان ښځو وضعیت د اندېښنې وړ او د محرومیت او محکومیت ډک دی؛ که د همدې لپاره په افغانستان کې حاکمان د افغان ښځو انساني او بشري حقونو باور لري، باید له ټولنې د حذفولو او د هغوی د حقونو نفض کولو پر ځای دې یې د حقونو لپاره کار وکړي.»

یو شمېر زده کوونکې هم د خپلو ښوونځيو پرانېستو ته په تمه دي.

زده‌کوونکې  نجما وايي: «زموږ هیله دا ده چې له موږ دې پوهه نه اخلي او د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیزي.»

زده کوونکې دیانا زیاتوي: «له پوهنې وزارت مو دا غوښتنه ده چې له یو کال ډېر وخت شو چې ښوونځي تړلي دي، تر کله به همداسې تړلي وي؟»

په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د بیلابیلو مسایلو په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې په هکله خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه