Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست له استادانو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د کابل پوهنتون له استادانو سره په مشورتي ناسته کې له هغو استادانو چې له هېواده وتلي، وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد د محصلینو د ظرفیت لوړولو کې ونډه واخلي.

د لوړو زده کړو سرپرست له دیني عالمانو سره په مشورتي ناسته کې د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، هڅه کوي چې دوه ښوونیز بنسټونه، پوهنتون او مدرسه سره نږدې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم زیاتوي: «هغه استادان چې د افغانستان د بچیانو د تربیې صلاحیت او استعداد ورته ورکړی دی او اوس خارج ته تللي، پر هغو ټولو مې دا غږ دی چې را دې شي په افغانستان کې دې د افغانستان د بچیانو لپاره خدمت وکړي.»

بل خوا په افغانستان کې د یوناما دفتر مشرې روزا اوتنبایوا د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر او له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له رییس سره د دغه کمېسیون د فعالیتونو او د شخصیتونو د راستنېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د یوناما مشرې له دغه کمېسیون نه غوښتې چې د راستنېدونکو کسان حقونه او امتیازات تضمین کړي.

د پوهنتون استاد بلال احمد خطیر  وايي: «په ملي او نړیواله کچه د امنیت، دندې پیدا کولو، د مناسبو حقونو او همداراز د اسانه ژوند زمینې برابرولو ډاډ ورکړل شي.»

بل خوا د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، له دیني عالمانو سره په یوې مشورتي غونډه کې ویلي دي، هوډ لري چې د پوهنتون او مدرسې تر منځ واټن له منځه یوسي او دغه دواړه بنسټونه یو بل ته سره نږدې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم وايي: «که الله رب العالمین په بریالي کړو، زموږ د هڅو پایله به داسې وي چې دا بعد به له منځه ختم شي، مدرسه او پوهنتون دواړه به سره نږدې شي.»

د پوهنتون استاد موسوي مبلغ وايي: «کله چې د مدرسو او پوهنتونونو د نږدې کېدو خبرې کوو، که له دې زموږ موخه د علم په برخه کې د پوهنتونونو او مدرسو د همغږۍ رامنځ‌ته کول وي، دا یو ډېر نېک او ښه ګام دی.»

بل پلو، د لوړو زده کړو وزارت ډاډ ورکړی دی چې دغه بنسټ به د استادانو د امتیاز د زیاتېدو او د استادانو د کموالي د ستونزې د حل کولو په برخه کې هڅې وکړي.

د یوناما دفتر مشرې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له رییس غوښتې چې د راستنېدونکو کسان حقونه او امتیازات تضمین کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه