د ژمي موسم په رارسېدو سره په پلازمېنه کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې ده.
يو شمېر کابل ښاريان وايي، په یوه ورځ او شپه کې له اوو تر اتو ساعتونو برېښنا لري او د برېښنا پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.
کابل مېشتي زیاتوي، چې د ژمي په درشل کې د برېښنا له کموالي سره مخ دي د افغانستان برېښنا شرکت باید په راروان ژمي کې دا ستونزه حل کړي.
هټۍ وال محمد ناصر وايي:«ډېرې ستونزې لرو د بې برقۍ له لاسه کله چې پېردونکي راځي ګوري چې تیاره ده بېرته ځي.»
د کابل اوسېدونکي بصیر احمد هم وویل:«د برېښنا او انرژۍ له چارواکو هیله کوو که چېرې امکانات یې وي پاملرنه وکړي چې پرچاوي لرې شي.»
بلخوا چارواکي ايي چې د بريښنا کموالي د کورنیو محصولاتو پر تولید هم اغېز کړی دی.
د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې د ژمي په رارسېدو سره د صنعتي کارخونو برېښنا کمه شوې ده.
د کابل د کانونو او صنایع خوني اجراییه رییس محمد کریم عظیمي وویل:«له اسلامي امارته غواړو چې صعنتي پارکونو ته د برېښنا رسونې بهیر یا د برېښنا وېش نورمال کړي.»
د افغانستان بریښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب هم څرګندوي:«برېښنا شرکت باید خپل مدیریت ښه کړي او چېرته چې اضافه باري ده شبکې دې د هغه د اصلاح په هکله اقدام وکړي.»
د افغانستان بریښنا شرکت ویاند وایي، اوسمهال په پلازمېنه کې د برېښنا د ستونزې د حل لپاره د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاته شوې ده، چې د کابل ۶۰ سلنه بریښنا برابروي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي:«له کابل سره د ترکمنستان هېواد یو سرکت وصل دی د دې ترڅنګ د کورنۍ برېښنا له تولیداتو هم استفاده کوو.»
د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا د منځنۍ آسیا له هېوادونو په تېره بیا ازبیکستانه واردېږي، خو اوسمهال د تخنیکي ستونزو له امله د کابل په ګډون د ۱۳ ولایتونو د اړتیا وړ برېښنا چې له ازبیکستانه واردېږي، ۵۰ سلنه کمه شوې ده.