Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو د امریکا ټینګار

په هغې خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې راغلي، چې واشنګټن به د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو او د افغانانو د اساسي حقونو د تامین لپاره له ټولو سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو لارو چارو کار واخلي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، باید داسې حکومت رامنځته شي چې په افغانستان کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او قومي لږکیو پراخ ملاتړ ولري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ به د ټولو افغانانو او لږکیو د اساسي حقونو د ساتنې او له دغه هېواد سره د بشري مرستو د دوام لپاره له ټولو هغو ډيپلوماتيکو، اقتصادي او سياسي لارو چارو کار واخلو چې لاسرسی ورته لرو.»

د دې خبر په غبرګون کې اسلامي امارت وايي، نور هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند طلوع نیوز ته وايي چې اسلامي امارت دي موضوع ته پوره پام کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«اسلامي امارت د شمولیت او نورو موضوعګانو ته پاملرنه لرلې او لا هم لري، دا د افغانانو کورنۍ مسله ده په دې برخه کې بهرنی فشار یا فرماشیونه معقول نه دي. اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

د سياسي چارو کارپوه عبدالمتين محمد خېل وویل:«اسلامي امارت ته لازمه ده چې پوه، ماهر او مسلکي کسان د خپل حکومت په جوړښت کې راټول کړي.»

د سياسي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس څرګنده کړه:«کار باید اهل کار ته وسپارل شي او دا کار باید د یوه ځواک له خوا ووېشل شي چې هغه ځواک عادلانه او د یوه قانون په چوکاټ کې وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغه خبرپاڼه په داسې حال کې خپرېږي چې دغه هیواد د امریکا د مهاجرت ځانګړی پروګرام شروع کړی او تمه ده په امریکا کې مېشت افغانان به وکولای شي چې د دې پروګرام له لارې خپلې کورنۍ په اسانۍ سره امريکا ته انتقال کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه