Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره د حکومت هڅې

د ښار جوړولو او ځمکې وزارت سرپرست حمدالله نعماني وايي چې په ټول هېواد کې ۸۰ سلنه دولتي ځمکې د خلکو له خوا غصب شوې دي چې د بېرته ترلاسه کولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشر او غړو په دې سیمنار کې د کمېسیون نوې مقرره د ۱۶ ولایتونو تخنیکي ټیم سره شریک کړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په دغې غونډه کې وايي، د ځمکو غصب اسلامي امارت له ننګونو سره مخ کوي او تر اوسه پورې ۸۰ سلنه دولتي ځمکې د خلکو له لوري تېروتنې سره غصب شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعماني څرګندوي:«په سلو کې ۸۰ سلنه دولتي ځمکه یو چا داسې لاندې کړي په یوه اشتباه يې لاندې کړي، چې اصلآ قصد د دې ګناه نشته ده.»

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیو غړي زیاتوي، په هېواد کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول اسلامي امارت ته لومړیتوب لري.

د عدليې وزارت سرپرست په دې باور دی، چې سلګونه جریبه ځمکه په هېواد کې غصب شوې ده.

د عدليې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي وايي:«په بعضې ځایونو کې مثلآ د ۳۰ زره جریبه ځمکو فرمان لري، هغه يې ۶۰ زرو ته رسولی دی، نو کوم مشهور ځایونه چې دي په هغه ځایونو کې په لکونو جریبه ځمکه غصب شوې.»

د چارو ادارې مشر ډاډ ورکوي، چې چاته به د ځمکو غصب اجازه ورنه کړي.

د چارو ادارې مشر نورالحق انور وویل:«زموږ او تاسو هېواد کې د غصب پېښې د نورو هېوادونو پرتله زیاتې دي. په هر ولایت او هره ولسوالۍ کې بې شمېره دا مسایل دي.»

لوی څارنوال شمس الدین شریعتي هم څرګنده کړه:«ځیني مغرضې کړۍ شته، چې دا موضوع سیاسي لور ته بیايي، خو باید دې ته پام وکړو، ترڅو د نورو ورته پام کېږي، نو باید تخنیکي ټیمونه ورته جدي پام وکړي.»

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد مقرره ۴ فصلونه او ۲۱ مادې لرې، چې تمه کېږي د دې مقررې په اساس به دولتي غصب شوې ځمکې بېرته له غاصبینو راوګرځول شي.

د چارو ادارې مشر نورالحق انور ډاډ ورکوي، چې چاته به د ځمکو غصب اجازه ورنه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه