د مسکو مشورتي غونډه چې نن چهارشنبې (د لړم په ۲۵مه) د افغانستان په هکله جوړه شوه، د دغې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې پر ملي پخلاینې، ټول ګډونه حکومت، او ټيکاو ټينګار وکړ.
د دې ترڅنګ، ګډونوالو له افغانستان سره د مرستې په پار د نورو هېوادونو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
په دغې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو، ملي پخلاینې او ټیکاو یې اهمیت لرونکی وباله.
دغه روسي چارواکي په دغې غونډه کې زیاتوي چې روسیه به د افغانستان له اوسني حکومت سره خپلې اقتصادي او ډپیلوماټيکې اړیکې وساتي.
ښاغلي کابلوف وویل:«له اوسنیو چارواکو سره په دوه اړخیزو تعاملاتو کې، زموږ لومړیتوب پر اقتصادي، سیاسي اړیکو او همکاریو، پر افغاني خبرو اترو وو او په همدې منظور د وران کال په مارچ میاشت کې، یوه پلاوي کابل ته سفر کړی و.»
په دغې غونډه کې د پاکستان او هند استازو ټینکار وکړ چې نړۍ باید د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.
په دغې غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي جي پي سینګ وویل:«موږ ټول اړتیا لرو چې په ګډه کار وکړو، تر دې چې د افغانانو غږ واورېدل شي او احساس وکړي چې موږ په دا ډول سختو شرایطو کې د هغوی ترڅنګ یوو.»
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان څرګنده کړه:«لکه څنګه چې موږ دلته خبرې کوو، په مېلیونونو افغانان سمدستي بشري مرستو لکه خوړو، درملو او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته ضرورت لري.»
د افغانستان د کنګل شويو شتمنو آزادول د دې غونډې بله برخه وه چې ځینو هېوادونو پرې ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی یو شیائونګ وايي:«امريکا په بې شرمۍ سره د افغانستان د مرکزي بانک اووه مېليارد ډالره کنګل کړې او ټولې پرمختيايي مرستې يې ځنډولې دي.»
د ایران استازي په دې غونډه کې اعلان وکړ چې د روسیې په ګډون د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به ډېر ژر په تهران کې جوړه شي.
اسلامي امارت د افغانستان د استازو له شتون پرته د دې ډول غونډو جوړول نیمګړي ګڼي. د اسلامي امارت مرستيال وياند، له نړۍ سره پر دوامداره تعامل ټينګار کوي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کریمي وايي:« د افغانستان په اړه باندې هر ډول بحثونه او مسايل، د افغانستان د استازو له حضور پرته نيمګړي دي. اوس د افغانستان د اسلامي امارت له حاکميت وروسته د افغانستان سرحدونه او پولې تر بل هر وخت خوندي او محفوظې دي.»
د سياسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري هم وویل:«چې په دې غونډو کې که هلته د اسلامي امارت استازو حضور درلود د منطقې او افغانستان په ګټه به وه.»
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو، چې افغانستان، روسیه، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، تاجیکستان، قرغزستان، ازبیکستان او ترکمنستان يې غړي دي.
په دې اړه مو اندونه