د مرکزي بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه محمد محرابي وايي چې ټاکل شوې ۳۹۰ مېلیون بانکنوټونه به د یوه تړون پر بنسټ د یوه فرانسي شرکت له خوا چاپ شي.
د افغانستان بانک تفتیش کمېټې رییس په ویاند چې ۳۹۰ مېلیونه بانکنوټونه چې ۱۰ مېلیارده افغانۍ کېږي د Oberthur Fiduciaire شرکت له خوا به چاپ شي.
د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې رییس شاه محمد محرابي وویل:«دغه ستر بانکنوټونه له هغو کوچنیو بانکنوټونو چې «د پولنډ د پیسو امنیتي شرکت» له خوا چاپ شوې دي، جلا دي. د دغو بانکنوټونو د چاپ لپاره د مرکزي بانک ورکړه تایید شوې او د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر میاشتې په ۲۰مه، د اوبرفیډیوشېري شرکت حساب ته به ولېږدول شوي. په هغه صورت کې چې د افغانستان بانک په بریالۍ توګه پيسې او د هغوی دوراني حالت مدیریت کړي، افغان وګړي به نغدو پیسو ته لاسرسۍ پيدا کړي او دغه بانکنوټونه به په مارکېټ کې نغدې پیسې ډېرې کړي.»
بل خوا، اقتصاد وزارت د نویو پيسو چاپېدل ستایي او ډاډ ورکوي، چې د هېواد په بازارونو کې به د افغانیو ارزښت ټيټ نه شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري څرګندوي:«موږ هڅه کوو چې د نویو بانکنوټونو له چاپ او خپرېدو سره د ملي پیسو ارزښت به خوندي پاتې وي او زموږ د اقتصادي تولید توان به پياوړی شي.»
د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په دې باور دي،چې که افغانستان بانک د هېواد په بازارونو کې د پیسو پر دوران په سمه توګه څارنه وکړي، د نغدو پيسو په برخه کې به شته ستونزې حل شي.
د اقتصادي چارو شنونکي میر شکیب میر هم وویل:«په هغه صورت کې چې د پيسو عرضه، د تعیین شوې کچې پرتله ټیټ وي، دوی ویني چې اړتیا شته چې په بازار کې نقدینګي زیاته کړي، یا نه، وروسته د دوی په مطابق د عرضه شویو پیسو حجم مدیریت کوي.»
د مالي او بانکي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي:«مرکزي بانک مارکېټ کې تقاضا ته په پام سره، نوې پیسې عرضه کوي او همدارنګه د مرکزي بانک مسوولیت دی چې په مارکېټ کې ډېرې پیسې چاپ نه شي، ځکه دا کولای شي د پیسو پر سیاست اغېزه ولري.»
تر دې وړاندې د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې رییس ویلي دي، چې د یوه پولنډي شرکت له لوري چاپ شوې یو نیم میلیارد افغانۍ په دوو چوپوکې افغانستان ته رارسېدلي دي او ټاکل شوې ده، د دغو پیسو پاتې برخه په راتلونکې میاشت کې افغانستان ته وسپارل شي.
په دې اړه مو اندونه