Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د زعفرانو ګل کلنی فېسټیوال

د زعفرانو د راټولو په فصل کې، هرات کې د زعفرانو ګل کلنی فېسټیوال جوړ شوی دی او د هرات زعفرانو کار باریانو خپل تولیدات یې په دغه دوه ورځني فېسيتوال کې نندارې ته اېښي دي.

په داسې حال کې چې سږکال په هرات کې د زعفرانو حاصلات دوه برابره شوي دي؛ خو نه صادرېدل یې د کروندګرو جدي ننکنې ګڼل کېږي.

د زعفرانو کروندګرو، خپل تازه زعفران په ۳۷ غرفو کې د د دغه ولایت په کرنې ریاست کې نندارې ته اېښې دي.

د زعفرانو کروندګر عبدالرازق پشتون زرغوني وویل:«زموږ یوازینۍ اندېښنه یوازې د صادراتو مسله ده ځکه د ټولو هېوادونو دروازې زموږ پر مخ تړلې دي.»

د زعفرانو یو بل کار باري محمد جمعه جمشیدي هم وايي:«زموږ تولیدات د تېر کال پرتله ښه دي له بده مرغه په صادراتو کې ستونزه شته او موږ موخې ته مخامخ الوتنې نه لرو.»

د زعفرانو ګل په دغه فېسټووال کې د نجونو او مېرمنو حضور زیات دی. هرات کې شاوخوا ۸۰ سلنه د زعفرانو کښت او پالنه د مېرمنو او نجونو له لوري کېږي.

غرفه لرونکې مریم محمدي وايي:«تېر کال هر کیلو پنځو ګرامه او یا هم ۴۸ ګرامه کېدل، ښږ کال ۵۶ تر ۵۷ ګرامه کېږي.»

بله غرفه لرونکې روهیدا رحماني هم څرګندوي:«په نندارتونو کې ګډون په خپله سوداګرو ته یوه ستره لاسته راوړنه ده او له دې لارې د هغوی محصولات خلکو ته معرفي کېږي.»

سږ کال د زعفرانو حاصلاتو په زیاتېدو او ښه کیفیت لرلو سره، بهر ته لا تر اوسه د دغه توکي د صادراتو زمینه نه ده برابره شوې.

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیر احمدي احمدي وویل:«د زعفرانو کیفیت کال په کال لوړېږي، په هغه لابراتوار کې چې موږ یې د زراعت په ریاست کې لرو سږکال یې تر ټولو کیفیت لوړ و.»

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال دغه ولایت کې د زعفرانو حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.
 
هرات کې د زعفرانو ګل کلنی فېسټیوال

هرات کې شاوخوا ۸۰ سلنه د زعفرانو کښت او پالنه د مېرمنو او نجونو له لوري کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه