Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان کورني تودلیدات په هند کې نندارې ته کېښودل شول

د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو تولیدات او محصولات په هند کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

په هند کې د افغانستان سفارت وايي چې په دغه نندارتون کې د هېواد کورني تولیدات په ځانګړې توګه افغاني غالۍ، وچه مېوه او زعفران نندارې ته اېښودل شوي دي.

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي وايي: «دا نندارتون د افغان سوداګرو لپاره ځانګړی ارزښت لري او په‌دې نندارتون کې به دوی نه یوازې د خپلو تولیداتو او محصولاتو د ودې لپاره کار وکړي؛ بلکې د نړۍ له بېلابېلو سوداګرو او بازارونو سره به وصل شي.»

د نندارتون یو شمېر ګډونوال وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل کولی شي د هېواد د تولیداتو او محصولاتو له ودې سره مرستې وکړي.

ګډونوال صدیق‌الله وايي: «که افغاني محصولات په هند کې د سوداګرو له‌خوا وپلورل شي؛ نو ګټه به يې تر ډېره شي او په‌دې توګه به يې ګټه سوداګرو او بزګرانو ته ورسېږي.»

یو هندی وايي: «د افغانستان میوې ډېرې خوندورې دي. په ځانګړې توګه انځر، بادام او نور لکه کاغذي بادام او هر څه چې دلته دي ټول یې خوندور دي. موږ د یوه کال لپاره ځانونو ته اخلو او بیا یې خلکو ته د ډالۍ په توګه ورکوو. دا ډېر ګټور دي.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په اوسنیو شرایطو کې د هند د ویزې اخیستل ډېر سخت دي او په وینا یې افغان سوداګرو ته باید په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی زیاتوي: «سوداګر د ویزې او د مالونو د لېږد له ستونزو سره مخ دي. ډېری افغانان چې هلته دفترونه لري، شانګهای، هانزو یا هرمچي ته بلل شوي.»

دغه نندارتون به د ۱۵ ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانېستی وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه