Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په اړه د یوې ناستې جوړولو ته د ایران چمتوالی

د افغانستان لپاره د ایران استازی وايي، ډېر ژر به په تهران کې د روسیې په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه شي.

حسن کاظمي قمي وايي، پهإدې ځانګړې ناسته کې به د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونزو پر حل خبرې-اترې وکړي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي زیاتوي: «د ایران اسلامي جمهوریت په تاشکند کې د روسيې په شمول د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې د ترسره کېدو په تاییدولو سره په سیمه کې د سلا مشورو د چټکتیا په موخه خپل چمتوالی اعلان کړ.»

بل‌خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر زیاتوي، په‌دې ناستو کې باید د افغانستان حکومت استازی هم حضور ولري.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین زیاتوي: «هره ناسته چې زموږ د هېواد د ستونزو په ځانګړي ډول د اقتصادي ستونزو حل لپاره جوړېږي. باید په دې ناستو کې د اسلامي امارت حکومت استازی حضور ولري.»

په همدې حال کې یو شمېر د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان په تړاو سیمه ییزې ناستې دې هېواد کې د ستونزو حل لپاره ګټورې بولي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي څرګندوي: «دغه ناستې مهمې دي، خو د افغانستان استازي حضور پکې اړین دی او باید د افغان استازي د نه حضور پر ځای دې هېواد ته بلنه ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی اجمل سهیل وايي: «دغه ناستې دفاعي دي، ترڅو څنګه وکولای شي خپل امنیت ونیسي او خپلې ملي ګټې خوندي کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د چهارشنبې په ورځ هم مسکو د یوې ناستې کوربه و، چې پکې له لسو ډېرو هېوادونو ګډون کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه