د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف د مرکزي اسیا او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا په ۱۸مه غونډه کې د افغانستان د ګوښه کېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د ازبکستان د کابېنې دغه جګپوړی غړی وايي، پهدې کتنه کې په افغانستان کې د سولې او تلپاتې پراختیا په ګډون پر مهمو سیمهییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې.
نوموړي همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په عملي ډول افغانانو ته خپلې مرستې ورسوي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف زیاتوي: «موږ همدارنګه په افغانستان کې د سولې او دوامداره پرمختګ په ګډون د سیمې او نړۍ پر مهمو مسایلو هم خبرې وکړې.»
یو شمېر ازبک رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي چې افغانستان له ننګونو سره سره د نویو فرصتونو لپاره ځای هم دی.
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې مرستیال له سرپرست حکومته غوښتي چې له نړۍ سره خپلې ژمنې عملي کړي.
د سياسي چارو کارپوه محمد رحيمي وايي: «د سیمې هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان په دې پوهېږي چې که افغانستان له اقتصادي او سیاسي انزوا سره مخ شي، یو له هغو سترو هېوادونو څخه چې په دې برخه کې به زيان ويني، د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي. افغانستان تل د منځنۍ اسیا او اروپا ترمنځ د پل په توګه پاتې شوی دی.»
د سياسي چارو کارپوه جنت فهيم چکري وايي: «د ازبکستان ټینګار په همدې وو، چې نړۍ باید افغان حکومت منزوي نه کړي او افغانستان ته باید پام وکړي.»
د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسوول وايي، چې دغې ټولنې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره ۴۰۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
په دې غونډه کې د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ سياست مسوول او د دې ټولنې د بهرني سياست یو شمېر استازو ګډون کړی وو.
په دې اړه مو اندونه